لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان استازي محمد صادق ایران ته د افغان سولې په اړه سفر کړی


اسلام اباد ــــ د افغانستان د پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان د سولې په اړه د خبرو د پاره د ایران سفر کړی دی.

ښاغلي محمد صادق پخپل ټویټ کې ویلي د ایران د چارواکو سره یې په مهمو چارو خبرې کړي. په ایران کې د پاکستان د سفارت خانې تر مخه د سفر مقصد د سمیه ییزو او افغانستان د چارو د ایراني چارواکو سره خبرې کول وي.

د افغانستان دپاره د پاکستان استازي محمد صادق په داسې حال کې د ایران سفر کړی چې د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه په ماسکو کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه نړیواله غونډه کېدونکې ده.

څېړونکي د افغانستان د سولې په اړه په اوسنیو حالاتو د ټولو ګاونډي هېوادونو رول ډېر مهم ګڼي.

پخوانی سفارتکار آصف دران وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وایي د افغانستان د ستونځې له سببه پاکستان او ایران دواړه متاثره شوي دې، په میلینونو کډوال په دغو هېوادونو کې اوس هم میشته دې:

"په اوسني وخت کې دواړه هیوادونه افغانستان د سولې په اړه یو فکر لري او د پاکستان استازی دغه سفر پر دغه معاملو د خبرو برخه ده".

د افغان چارو پوه پروفیسر اعجاز خټک په دې اړه وي او اې ډیوه ته وایي د ایران او پاکستان تر منځ د افغانستان په اړه په ماضي کې ډېر اختلافات وو او اوس هم د یو بل سره پر څه چارو اختلاف لري، خو په اوسنیو حالاتو کې غواړي چې د افغانستان په معامله اختلافات کم کړي او یو نظر ولري.

د هندوستان دي هندو ورځپاڼې د سرچینو د خولې وایي چې ایران د امریکا سره پر بندیزونو او جوهري چارو د تاوتریخوالي له سببه د ماسکو په غونډه کې د ګډون اراده نه لري.

خو پروفیسر خټک وایي ایران که د ماسکو په غونډه کې ګډون وکړي او که نه، د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه خپل اهمیت لري. دوی زیاتوي چې د ملګرو ملتونو له اړخه کېدونکې نړیواله غونډه کې به هم د ایران د ګډون اهمیت وي، نو پاکستان ځکه غواړي چې د خپلو هم فکر هیوادونو سره په دې اړه رابطې وکړي.

د ماسکو غونډه په داسې حال کې کیږي چې د 2020م کال د فرورۍ په 9مه نېټه کېدونکې د امریکا او طالبانو د لوظنامې تر مخه امریکا د ځواکونو د افغانستان څخه د مې په لومړۍ نېټه د وتلو نېټه هم نزدې ده، خو بایډن انتظامیه وایي دغې لوظنامې ته بیا کتنه کوي.

بل پلو ته امراکایي بایډن انتظامیې د سټرېټیجیکې برخې په توګه د ملګرو ملتونو په مرسته د پاکستان، چین، روس ، امریکا، ایران او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې هم امکان دی.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له اړخه د افغان صدر اشرف غني ته لیږل شوې لیک کې د ددې غونډې مقصد د افغانستان د سباوون په اړه د ټولو فکر یو کول دي.

پاکستان د ملګرو ملتونو له اړخه کېدونکې غونډه کې د هندوستان پر ګډون تحفظات څرګند کړی او ویلي یې دي اسلام اباد د سولې په هڅو کې هندوستان ته د څه رول ورکولو په حق کې نه دی ولې چې نولې ډلې یواځې د رول لوبولی دی.

د امریکا بایډن انتظامیې د روانې میاشتې په پیل کې د افغان حکومت پر ځایي عبوري حکومت راوستو وړاندیز کړی وو. روس هم د سولې د پروسې د برخې په توګه د عبوري حکومت ملاتړ کوي، خو افغان صدر اشرف غني دغه وړاندیز در کړی او ویلي یې وو چې په حکومت کې د بدلون یواځینۍ لاره ټاکنې دي.

بل پلو ته طالبان هم د اوربند او ټاکنو مخالفت کړی او ویلي یې دي عبوري حکومت د هیواد ستونځې نه شي هوارولای.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG