دپېښور نه وروسته د کراچۍ ځایي عدالت هم پولیسو ته په اتم مارچ د ښځو دلاریون جوړونکو په ضد دمقدمې درج کولو امر کړی .
دکراچۍ دجنوبي برخې دضلعي محکمې یا سیشن کورټ مرستیال جج دجی ایم ارائین په نوم دیو وکیل په خواست تیره ورځ د سټي کورټس پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او ته امر کړی چې که دښځو لاریون کې څه جرم شوی وي نو باید چې ددې لاریون راجوړونکو په ضد مقدمه درج کړل شي.
تر دې یوه ورځ وړاندې دپېښور ځايي محکمې هم د ابرارحسېن، اسرار حسېن او کاشف احمد ترکۍ نومې کسانو لخوا په شوؤ خواستونو پولیسو ته امر کړی ؤ چې دښځو دلاریون راجوړونکو په ضد باید مقدمه درج کړي.
دپېښور دعدالت په دې امر پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن اندېښنه څرګنده کړې وه اؤ هم د ښځو لاریون (عورت ازادي مارچ اسلام اباد) په ټویټر د پېښور د عدالت په پرېکړه د حېرانتيا څرګندونه کړې وه.
دښځو مارچ په ټوئټر دریځ خپل کړی ؤ چې د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د مادې A22 لاندې کوم تورونه لګول شوي هغه له بد نیته دي.
دکراچۍ ځایي عدالت ته دجی ایم ارائین ایډوکیټ لخوا دمقدمې درج کولو دپاره ورکړل شوي خواست کې دښځو دحقونو فعاله ماروي سرمد،طوبا سید اؤ نور کسان فریق جوړ کړل شوي اؤ په هغوئ تور لګول شوی چې د لاریون په مهال یې دمقدسو مذهبي شخصیاتو اؤ میرمنو په ضد نامناسبه لفظونه کارولي دي.
د ښځو د مارچ وروسته په ټولنيزو رسنيو ځينې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې وې، او د دغو ويډيوز وروسته د ښځو مارچ راجوړونکو ويلي وو د دوی په ويډیوګانو کې بدلون شوی او نعرې پکې بدلې کړی شوي دي.
هغه وخت هم د بشري حقونو کمېشن د ښځو د حقونو لپاره اواز پورته کوونکو خلاف د مذهب د سپکاوي تورونو د استعمال غندنه کړې او ويلي يې وو په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالینې د ملکي مېډیا لخوا د کرکې سره مخ کیږي او د هغوی اوازونه رد کړل کیږي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د عورت مارچ منتظمینو او مرستیالانو په هغه ویډیو باندې د بخښنې غوښتنه کړې چې پکې د مارچ په اتمه نېټه د احتجاج په وخت اخستل شوو ویډیوګانو کې بدلون شوی او په احتجاج کې برخه اخستونکي په داسې نعرو ښودل شوي چې ګنې هغوی د مذهب د سپکاوي چغې وهي.
د عورت مارچ منتظمینو هغه ویډیوګانې هم خپرې کړې وې چې پکې هغوی د ملک له بېلابېلو برخو سره د تعلق لرونکو ښځو د حقونو لپاره نعرې وهي او ویلي دا ښکاره کوي چې څنګه د دوی دغه وېډیوګانې بدلې کړی شوي دي.