لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي د بلينکن سره په دوه اړخيزه اړيکو او سيمې په مهمو پرمختګونو خبري کړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قرېشي د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره په دوه اړخيزه اړیکو او د سيمې په مهمو پرمختګونو خبري اترې کړی دي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په ټویټر ویلي،

"د پاکستان د بهرنيوچارو د وزیر قرېشي سره مې په ټيليفون د پاکستان د ترهګرۍ پرضد ژمنو، د افغانستان د سولې د مرستو دوامداره ساتلو او سيمې د ثبات په اړه رغنده خبرې کړي دي، د پاکستان سره په ګډه کار او همکارۍ ته مخ په وړاندې ګورو".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، شاه محمود قرېشي،انتوني بلينکن سره د اتوار په ورځ (16 مې) په ټيليفوني خبرو کې وويل، پاکستان ليوالتيا لري چې د امریکا سره هر اړخيزه او جامع اړيکې ولري په کومو کې چې اقتصادي اړيکې، علاقايي رابطې او پرامنه سویلي اسيا شامله ده.

بلينکن د قرېشي سره خبرې په داسې حال کې کړي چې امریکا اعلان کړی د افغانستان نه امریکايي ځواکونه اوباسي.

قرېشي ویلي، پاکستان د افغان سولې د عمل ملاتړ کوي او ټينګار يې کړی چې په افغانستان کې د سوله ييزه سياسي حل ترلاسه کول په افغانستان کې د ټولو افغان ګوندونو، سيمه ييزه او نړيوالو شريکه زمه واري ده.

نوموړي زیاته کړې د افغانستان نه په زمه واره توګه وتل، تشدد کمول، مستقل ډز بندي کول دا تاريخي موقع ده چې ټول شموله، پراخه او کوټلی سياسي جوړجاړی کېدل اړين دي.

د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې ويلي، قرېشي خپل امریکايي سيال سره په خبرو کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان د قربانو د ترهګرۍ ضد مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال په لړ کې د اخستل شوو ګامونو يادګېرنه کړې ده. هغه ويل په دغه لړ کې هڅې به دوامداره ساتي.

قرېشي د اسرايل په حالاتو د بلينکن سره د پاکستاني ولس اندېښنه څرګنده کړې چې امریکا په دغه لړ کې خپل رول ولوبوي.

بلينکن له دې وړاندې د روان کال جنورۍ په وروستيو کې د شاه محمود قرېشي سره د امريکايي خبريال ډېنيل پرل د وژنې او تښتونې د مقدمې په اړه خبرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG