لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انسانانو د سمګلېنګ په الزام په بېلجیم کې سزا شوي درې افغانان په برطانیه کې ونیول شوو


د کال ۲۰۲۴ د اکتوبر د میاشت په دې تصویر کې لېدل کېږي چې کډوال د فرانس نه برطانيي ته اوړېدو دپاره کښتۍ ته انتظار کوي
د کال ۲۰۲۴ د اکتوبر د میاشت په دې تصویر کې لېدل کېږي چې کډوال د فرانس نه برطانيي ته اوړېدو دپاره کښتۍ ته انتظار کوي

په برطانیه کې تحقیق کوونکو د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه دریو افغانانو د ګرفتارۍ اعلان وکړو چې د انسانانو په سمګلېنګ کې د ککړتیا په الزام ورته په بېلجیم کې د قېد سزاګانې اورول شوي دي.

د بېلجیم په انېټورپ ښار کې تېره میاشت یو عدالت دریو واړو افغانانو او د ګېنګ یا د ډلې نورو ۲۰ غړو د دوو نه واخلې تر د ۱۸ کلونو پورې د قېد سزاګانې واورولې. په دریو واړو افغانانو د دوی په غېرموجودګۍ کې مقدمه شوې وه.

د برطانيي نېشنل کرایم اېجنسي، اېن سي ای، نومې ادارې وویل ۲۴ کلن زیارمل خان، ۲۰ کلن زیشان بنګس او ۲۳ کلن سېف الرحمان احمدزی د ډسمبر د شپږمې او د ګل، دوشنبې، تر ورځ پورې وخت کې په لندن او د ښار په شا او خوا علاقو کې ګرفتار کړی شوو.

په بېلجیم کې د سرکاري وکیلانو وېنا ده چې د انسانانو په سمګلېنګ یا قاچاق کې ککړ ګېنګ یا منظمې ډلې به د افغانستان نه د ایران، ترکي او د بلقان دلارې یورپ او په خصوصي توګه فرانس او بېلجیم ته د کډوالو د سفر انتظام کولو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

زیاتره کډوال به بیا په وړو کښتو کې په خطرناک سمندري سفر فرانس نه د برطانيي جنوبي ساحل په لوري روان کړی شول.

د مبینه ګېنګ په غړو دا الزام هم دی چې د کم عمر په کډوالو به يې جنسي تېری کولو او په زور به يې ورسره جنسي فعل یا رېپ هم کولو او د بلېک مېل کولو دپاره به يې وډیوز جوړول.

په برطانیه کې د نیول شويو کسانو نه علاوه ۱۱ نور مدافعین هم وو چې په غېرموجودګۍ کې ورته د بېلجیم پولیس او د اېن سي ای د مشترکه تحقیقاتو وروسته ورته سزاګانې اورول شوي دي.

احمدزي ته لس کاله د قېد سزا اورول شوې ده. خان او بنګش ته درې درې کاله د جېل سزاګانې اورول شوي دي. درې واړه درې درې زره یوروز جرمانه شوي هم دي.

سزاګانې پوره کولو دپاره به درې واړه افغانان بېلجیم ته لېږل کېږي او اېن سي ای وویل برطانيي نه د ملک بدر کولو عمل یې شروع کړی شوی دی.

په ۲۰۲۴ کې ۳۷۱۰۰ کسان فرانس نه سمندر دلارې برطانيي ته رسېدلي دي او په دې وخت کې په دې سفر کې ۷۶ کسان مړه شوي هم دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG