لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسرایل دبهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني سفر متحده عرب امارات ته رسیدلی


داسرایل د بهرنیو چارو وزیر یایر لیپډ په دوه ورځني سفر متحده عرب اماراتو ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده دغلته به ابوظهبي کې داسرایلي سفارتخانې اؤ دوبۍ کې دقونسلګرۍ پرانسته کوي.

دبرتانوي خبري شبکې رائټرز له مخې پروسکال داسرایل اؤ متحده عرب اماراتو دسفارتي اړېکو جوړیدو وروسته دا متحده عرب اماراتو ته د کوم اسرایلي وزیر وړومبی سفر دی.

متحده عرب اماراتو ته له رسیدو مخکې اؤ وروسته ښاغلي یایر په ټویټر خپل دسفر عکسونه خپاره کړي اؤ خپل دا سفر یې تاریخي بللی دی.

هغه لیکلي ویاړي چې داسرایل په استازیتوب دمتحده عرب امارات وړومبی رسمي سفر کوي اؤ دغلته ورته تود هرکلی ویل شوی.

متحده عرب اماراتو ته د رسېدو سره سم دبهرنیو چارو وزیر دخپل اماراتي سیال شیخ عبدالله بن زید النهیان سره هم لیده کاته کړي دي.

پروسکال دامریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ په هڅو متحده عرب امارات داسرایل سره د سفارتي اړېکو ټینګولو اعلان کړی ؤ.

ددې ترڅنګ اسلامي هیوادونو بحرین ،سوډان اؤ مراکش هم اسرایل سره سفارتي اړېکې جوړې کړې وې.

متحده عرب امارات ته داسرایل دبهرنیو چارو وزیر خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې داسرایل دننه نوی حکومت جوړ شوی دی.

په نوي حکومت کې دیو تړون له مخې نفتالي بینیټ د دوؤ کالو دپاره وزیراعظم غوره کړل شوی اؤ له هغې وروسته به د دوؤ کلونو دپاره یایر لیپډ د وزیراعظم په څوکۍ کښېني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG