لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د پولیو کمپېن دویمه ورځ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده


په بلوچستان کې د پولیو کمپېن دویمه ورځ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
په بلوچستان کې نن دویمه وﺭځ هم پوليو په ضد کمپېن تر سره شو چې د چاﺭواکو له خولې په دغو دوو وﺭځو کې په لکونو کوچنیان وېکسين شول او څه امنیتي پېښه نه ده شوې.

د کوټې بلاک دﺭې ضلعې دا وخت د پوليو لپاره ډېرې حساسه ګڼل شوې دي چې پکې کوچنیانو ته د څاڅکو وﺭکولو انکاﺭي کورنۍ زیاتې دي او د کمپېن په مهال سفر کوونکي کوچنیان هم له څاڅکو اخیستو پاته کېږي.

د صوبې پوليو ضد ادارې ددغو سفر کوونکو کوچنیانو دپاﺭه ټرانزټ مرکزونه جوړ کړي دي چې په دغو کې د کوټې او چمن پر لویه لاﺭه د ياﺭو سیمې پر مقام جوړ ټرانزټ مرکز هم چې هره ورځ پکې شاوخوا پینځه سوه ماشومان وېکسین کېږي.
XS
SM
MD
LG