لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایف ټي ایف شرطونه،پاکستان کې دزمکو روزګاریان ترهګرو ډلو اؤ افرادو سره روزګار نه منعې کړل شوي دي


د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف ویلي که څه هم پاکستان د ادارې په ځینو سپارښتنو عمل کړی خو لا به هم د څارنې په نوملړ کې شامل وي.

دغه اداره وایي پاکستان به لا هم د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په اړه پرله پسې ایشيا پسفک ډلې ته د خپل پرمختګ رپورټ ورکوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان او د ایف ای ټي ایف په معاملاتو نظر لرونکي وايي په دې وروستیو کې دپاکستان دمحصولاتو دمرکزى بورډ ایف بي ار او د زمکو دکاروباریانو ترمنځ يوه لوظنامه شوې چې تر مخه یې د زمکو کاروباریان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا دنومول شوؤ ترهګرو ډلو او افرادو سره د کاروبار کولو نه منعې کړی شوي دي.

د فنانشل ایکشن ټاسک فورس لخوا په ټويټ کې ويل شوي چې پاکستان د ادارې په څلورو سپارښتنو عمل کولو کې يو څه پرمختګ کړې او پاکستان به په دې لړ کې د پرمختګ څلورم رپورټ راتلونکې کال 2022 د فرورۍ د مياشتې به لمړیو کې جمع کوي.

د ایف ای ټي ایف په ټويټ کې ويل شوي چې پاکستان په لسمه سپارښتنه مکمل عمل کړی او په 18,26 او 34 سپارښتنو باندې یې تر ډېره حده عمل کړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال خليق کياني ډيوه ته وايي ددې معنا دا ده چې پاکستان به لا هم پرله پسې د خپلو ګامونو شپږ مياشتنۍ رپورټ ایف ای ټي اېف ته ورکوي.

هغه وايي ایف ای ټي ایف د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي په لړ کې وړوکی پرمختګ په ګوته کړی او نوموړې وايي چې پاکستان به د ایف ای ټي ایف د راتلونکې غونډې پورې لا په خړ فهرست کې پرځائ وي.

دی وايي د نومولو شوؤ غېر بېنکي ادارو لخوا د ایف ای ټي ایف په سپارښتنو لا بشپړ عمل کېدل پاتې دي او حکومت هڅه کوي چې د زمکو او د سرو زرو کاروبار کوونکو ترڅنګ د وکیلانو د رپورټنګ طريقه کار پیاوړی کړي.

پاکستان د کال 2018 راهیسې د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی او د تبادلب نومې غېر دولتي تهنک ټهېنک په رپورټ کې ويل شوي چې د ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې وار په وار د راتلو له کبله د پاکستان اقتصاد ته د کال 2008م راهيسې د 38 بېلېنه ډالرو اقتصادي زیان رسېدلی دی.

پاکستاني مطبوعاتو د سرچينو د قوله ویلي چې د پاکستان حکومت د ایف ای ټي ایف يو بل شرط هم پوره کړی او په هېواد کې د زمکو د اخستلو اؤ خرڅولو کاروبار کوونکو ته یې د هغو ترهګرو ډلو په او افرادو نومونه ورکړي کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا لخوا ترهګر ګرځول شوي او د بندېزنو لاندې دي.

مطبوعات وايي دغه فهرست کې د 3,676 کسانو نومونه شامل دي.

په سرښار اسلام اباد کې د زمکو روزګار کوونکی بختيار خان ډيوه ته وايي د پاکستان د محصولاتو د مرکزى بورډ او د زمکو د کاروبار کوونکو ترمنځ يوه لوظنامه شوې ده او د ایف بي ار لخوا دوئ ته د لېن دېن د رپورټنګ لپاره يو اېپليکېشن هم ورکړی شوی.

هغه وايي د زمکو روزګاریانو ته ویل شوي دي که چېرې د زمکې په اخستو او خرڅوونکو کې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا لخوا د نومولو شوؤ کسانو نومونه شامل وي نو باید چې ایف بي ار ته یې رپورټ کړي.

دی وايي مونږ په دې شرط عمل کولو ته تېار يو خو باید چې د رپورټنګ طريقه کار اسان کړی شي.

بختيار بيا وايي د زمکې د خرڅوونکو او اخستونکو پلټنې کول د قانون نافذ کوونکو ادارو کار دی او دا کار د زمکو روزګاریان پخپل سر نه شي کولی.

"مونږ يوازې د پلاټ د اخستونکي او خرڅونکي د شناختي کارډ د ساتلو پابند يو او د دوئ په اړه نورې پلټنې کول د ایف ایي ای کار دی"

اخوا داقتصادي چارو کارپوهه او د ایف ای ټي ایف په معامله نظر لرونکی خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د حکومت لخوا دزمکو روزګاریانو ته دداسې څلورو زرو کسانو نومونه ورکړی شوي دي څوګ چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا لخوا ترهګر ګرځول شوې دي

هغه وایي د زمکو روزګار کوونکي ددغو ډلو او افرادو سره د لېن دين کولو نه منعې کړی شوي دي.

دخبریال مهتاب حیدر په وینا پاکستان به د خپلو ګامونو د عمل درامد د بل رپورټ پورې د اېف ای ټي ایف په خړ فهرست کې لا موجود وي او هله به ددغه فهرست نه وځي تر څو چې د ایف ای ټي ایف اېشيا پسفک ډلې د پاکستان د ګامونو په موقعه جاج نه وي اخستی.

سږ کال د جون مېاشت کې د پاکستان د ګامونو د جاج اخستو وروسته ایف ای ټي ایف دپاکستان نوم د نور وخت لپاره په خړ فهرست کې پرځائ ساتلی او اسلام اباد ته یې د عمل درامد لپاره د شپږو نکاتو يو بل کاريز پلان هم ورکړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG