لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو لخوا کابینه کې دپراختیا اعلان، ایا نړۍ به پرې قانع شي؟


طالبان وایي دهغوئ حکومت اوس ټول شموله بڼه اختیاروي اؤ پخپله لنډمهاله کابینه کې یې نور خلک هم ځائ کړي دي.

طالبانو پخپله کابینه کې دپراختیا دا اعلان وروسته له هغې کړی چې په دې وروستیو کې د دوئ لخوا اعلان کړل شوې لنډمهاله کابینه باندې په نړیواله کچه سختې نیوکې وشوې.

دسه شنبې په ورځ دطالبانو په حکومت کې داطلاعاتو د وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد رسینو ته ویلي دطالبانو لنډمهاله کابینه کې انجنیر نجیب الله داټامک انرژۍ اؤ نذز محمد مطمین د اولمپک کمیټې مشران ټاکل شوي دي.

‌هغه ویلي ډاکټر قلندر عباد ته په کابینه کې د روغتیا اؤ عبدالقیوم ذاکر ته ددفاع وزارت دمرستیال څوکۍ سپارل شوي دي.

همداشان نوموړي ویلي دپنجشیر وتلی کاروباري شخصیت نورالدین عزیزي دافغانستان دصعنتونو وزیر اؤ دبغلان محمد بشیر یې مرستیال ټاکل شوي دي.

هغه ویلي دا ټاکنې دمسلکي وړتیاؤ په اساس شوي اؤ هیله یې ښکاره کړه چې دې سره به دافغانستان داسلامي امارت ځاندره نوره هم پیاوړې شي.

دطالبانو په اعلان کړل شوې کابینه دامریکې اؤ ملګرو ملتونو ترڅنګ دنړۍ ګڼ شمیر هیوادونو اؤ سازمانونو نیوکې کړې وې چې پخپله کابینه کې یې میرمنو ، لږکیو اؤ ځوانانو ته هیڅ نمایندګي نه ده ورکړې اؤ‌ ټول په ټوله یې کابینه کې خپل کسان شامل کړي دي.

دحکومت تر جوړولو وړاندې طالبانو ژمنه کړې وه چې هغوئ به یو ټول شموله حکومت جوړوي اؤ په دغه حکومت کې به ټولو خواؤ ته نمایندګي ورکوي.

پاکستان چې دطالبانو په ملاتړ د کلونو راهسې تورن دی ، ددې هیواد وزیراعظم عمران خان روانه اوونۍ ویلي وؤ اسلام اباد طالبانو سره مذاکرات کوي ترڅو هغوئ پخپل حکومت کې دنورو قامونو خلکو ته په نمایندګۍ ورکولو قانع کړي.

هر څو که طالبانو اوس پخپله کابینه کې دنورو قامونو سره تړاؤ لرونکي ځینې شخصیات هم شامل کړي دي، خو څېړونکي وایي چې طالبانو ته به دخپلې لنډمهالې کابینې لمنه نوره هم غځول وي اؤ دښځو، اقلیتونو اؤ‌ځوانانو نمایندګۍ ته به هم ورته پام ورګرځول وي،

پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي طالبانو چې کومه کابینه اعلان کړې ده هغه لنډمهالې ده اؤ دا چې اوس یې په دې کابینه کې دنورو قامونو استازو ته هم برخه ورکړه دا یو ښه پرمختګ دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل ، دطالبانو کابینه کې په اول سر کې ټول په ټوله پښتانه شامل وؤ اؤ افغانستان دګڼو میلیتونو کور دی، دنورو قامونو خلک هم حق لري چې په حکومت کې خپل استازي ولري.

ناصر داوړ وایي چې که چرې طالبان خپل حکومت ته ټول شموله بڼه ورنکړي نو ویره ده چې دغلته په ژبني یا نسلي اساس یو نوی جنګ پیل شي اؤ‌ طالبان هم په دې پوهیږي ځکه یې پخپله لنډ مهاله کابینه کې په دوهم پړاؤ کې دنورو قامونو سره تړاؤ لرونکي شخصیات هم شامل کړل.

خو هغه وایي دطالبانو دا اقدام که هرڅو مثبت دافغانانو دپاره د ډاډ وړ کیدای شي خو دنړۍ داطمینان ترلاسه کولو دپاره به طالبانو ته خپله کابینه کې ښځو، اقلیتونو اؤ ځوانانو ته هم نمایندګي ورکول ي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG