د افغانستان واکمنو طالبانو د یو امریکايي شهري په شمول د یوې امدادي ادارې 18 کارکونکي د عیسايي مذهب د تبلیغ په الزام نیولي دي. طالبانو په وړمبي حکومت کې هم غیر ملکي امدادي کارکوونکي د مسیحیت د تبلیغ په الزام نیولي وو.
په افغانستان کې مېشته انټرنېشنل اسېسټنس مېشن، ايي ای اېم، د جمعې په ورځ د دې خبر تصدیق وکړو چې طالب چارواکو دا میاشت په غور ولایت کې د ادارې په دفتر دوه ځله چاپې ووهلې او د ادارې کارمندان یې ونیول.
په سوېټزرلېڼد کې رجسټر شوي امدادي ادارې وویل چې د عملي په نیول شویو غړو کې یو غیر ملکي دی خو شهریت یې څرګند نه کړو.
ايي ای اېم په یو بیان کې وویل دا ورته نه دي وېل شوي چې د عملي غړي يې په څه سبب نیول شوي دي.
په بیان کې وویل شوي چې د عملي د غړو خېرخېریت یې وړمبۍ ترجیح ده او زر تر زره د ازادولو دپاره به يې هر ممکن کوښښ کوي.
بیان زیاته کړه چې د ايي ای اېم نیول شوي کارکونکي د غور نه کابل ته منتقل کړی شوي دي.
مقامي مطبوعاتو د ولایتي حکومت د ترجمان عبدالواحد حماس له قوله وویل په نیول شویو کسانو کې د ګڼ شمېر ښځې هم دي چې یوه په کې امریکنۍ ده.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه حماس وویل په حراست کې په اخیستل شویو کسانو الزامات دي چې په افغانستان کې یې د مسیحیت د خپرولو او پرمختګ کولو.
ايي ای اېم په خپله وېب پاڼه وايي په افغانستان کې ژوندونو د ښه کولو، صحت، د کلیوال ژوند د ترقۍ او د تعلیم په برخو کې کار کوي."مونږ د افغانستان د ولس او د نړیوالو عیسوي رضاکارانو ترمنځ همکاران یوو او مونږ د 1966 راهسې یو ځای کار کوو."
په 2001 کې طالبانو د مسیحیت د خپرولو په الزام د شېلټر ناو نومې امدادي ادارې کارکوونکي دوه امریکایان، څلور جرمنیان او دوه د اسټرېلیا شهریان د 16 افغانانو ترڅنګ نیولي وو.
د هغه وخت د طالبانو په قېد د څو میاشتو بند وروسته دغه نیول شوي امدادي کارکوونکي طالبانو د حکومت نسکورېدو وروسته ازاد شول.
Forum