واشنګټن ـــ د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي، طالبانو د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې خلک په زور د خپلو کورونو او ځمکو نه شړلي دي چې اکثريت پکې د شيعه هزاره ټولنې دی او ځينې پکې د تېر حکومت کارکوونکي هم دي چې د اجتماعي سزا په توګه د خپلو کورونو نه ويستل شوي دي.
د بشري حقونو د څار نړيوال تنظيم هيومن راېټس واچ د اېشيا د څانګې مشرې پېټريشیا ګوسمن ويلي:
"د خپلو کورونو او ځمکو نه په غېر قانونه ډول شړل لويه بشري سرغړونه ده چې يوه ناوړه اجتماعي سزا ده".
مېډيايي رپوټونه وايي وسله والو طالبانو په بلخ ولايت کې د مزار شريف د قبت الاسلام ولسوالۍ اوسېدونکي په زور د خپلو کورونو او ځمکو نه پاڅولي دي، تر ټولو زيات خلک په دايکونډي او اروزګان ولايتونو کې شړل شوي چې وایي ۲۸۰۰ کورنۍ دي او اکثريت پکې د شيعه هزاره ټولنې دی.
د دغې سيمې يو وګړي مطبوعاتو ته ويلي طالبانو ورته چيټۍ استولې وه چې زر تر زره د خپلو کورونو او ځمکو نه ووځي، چې هغوی يې لانجمنې ګڼي، خو وايي دوی د طالبانو ضلعي دفتر ته خپل استازي واستول چې معلومات ترلاسه کړي، چې طالبانو د هغوی نه پينځه کسان نيولي دي.
د هلمند ناومېش ولسوالۍ اوسيدونکي هم وايي طالبانو د ستمبر په مياشت کې د دغې سيمې ۴۰۰ کورنيو ته د خپلو کورونو او ځمکو پرېښودلو د پاره چيټۍ ورلېږلې وه او هغوی ته يې دومره مهلت هم نه وو ورکړی چې خپله کډه راټوله کړي او د خپلو فصلونو لو غوبل وکړي.
د هلمند يو بل اوسيدونکي مطبوعاتو ته ويلي په کال ۱۹۹۰ کې يو چارواکي بلها ځمکې په خپلو خپلوانو او پلويانو کې ويشلې وې چې د ځايي قبايلو او نسلي ډلو ترمينځ يې لويه لانجه جوړه کړه.
په افغانستان کې د ځمکو ملکيت يوه لويه کشاله ده چې په بېلا بيلو وختونو کې هم دغه ځمکې د هغه وخت واکدارانو پخپلو پلويانو او خپلوانو کې ويشلې وې چې اوس د هغه ځمکو پخواني مالکان طالبانو ته خواستونه کوي چې ورله دې خپلې ځمکې بېرته ورکړی شي.
د هيومن راېټس واچ د اېشيا د څانګې مشره پېټريشیا ګوسمن وايي:
"دا لوی ظلم دی چې د ژمې په راتلو او د خپلو فصلونو د رېبلو نه وړاندې هزاره وګړي د خپلو کورونو او ځمکو نه شړل کېږي".
خو طالب چارواکي وايي دوی د عدالتي فېصلې سره سم دغه خلک د هغو کورونو او ځمکو نه شړي چې نور خلک يې دعوه ګير دي او د طالبانو په وېنا هغوی د دغه جاګير پخواني مالکان دي.