د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د جمعې په ماښام په ناظم اباد سيمه کې د گېس په یو پمپ کې چاودنه شوې چې پکې يوه ښځه او درې نور کسان وژل شوي او لږ تر لږہ شپږ ټپیان شويدي.
د کراچۍ ناظم اباد سيمې د پوليسو مشر (اېس اېس پي) ملک مرتضا په پېښه کې مړي ژوبلې تایيد کړي دي.
د چاودنې د نوعیت په اړہ د سي ټي ډي پولیس مشر عمر خطاب ويلي ابتدایي مالومات ښایي چې دا د سي اېن جي گېس چاودنه ده، دبم ډسپوزل سکواډ او نورې ادارې د چاودنې پلټنه کوي.
د ښار د پولیسو مرستیال مشر ډي ایي جي ناصر افتاب ھم دغه خبرہ کړې دہ.
په پاکستان اکثرہ د دغه ډول چاودنو په اړہ په لومړو کې وویل شي چې په چاودنه بارودي چاودېدونکي مواد نه دي کارول شوي خو ورستهبیا وویل شي چې په پلټنو کې د ترھگرۍ شواھد ترلاسه شوي دي.
په پاکستان کې په گاډو او سټېشنو کې فلد گېس سلېنډرو پېښې ھم رامنځته کيږي چې زیاترہ ورته د بې پرواھۍ او یا بیا د د ناکارہکمزورو سلېنډرو کارولو نوم ورکولی شي.
په کراچۍ کې د تازہ پېښې د سيند وزير اعلا مراد علي شاه او صوبي د پوليسو مشر ایي جي سيند مشتاق مهر د پلټنو امر کړی دی.