د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې په ډزو د وژل شوي محمد الياس د وژنې زمه واري داعش خراسان ډلې منلې ده.
محمد الياس چې د جمعيت علمااسلام ف ګوند د بلدياتي ټاکنو امېدوار وو، په 22 نومبر نامالومو وسله والو د امتحاني هال نه بهر په ډزو وژلی وو.
داعش خراسان ډلې مطبوعاتو ته ويلي، محمد الياس د پاکستان د استخباراتو وفادار وو ځکه يې په نخښه کړی دی.
د الياس د وژلو د پېښې وروسته د هغه کورنۍ او د باجوړ قومونو او سياسي خلکو احتجاجي پرلت پېل کړی او د هغه په وژنه کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه يې کوله.
دغه احتجاجي پرلت چې ښځو هم پکې ګډون درلود، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د باجوړ انتظاميې د باور ورکولو وروسته ختم کړی شوی دی.
د باجوړ پوليسو ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي او ځينې مشکوک کسان هم نيول شوي دي.
د باجوړ ښار د جمعيت علمااسلام مشرانو ویلي وو چې محمد الياس ته د داعش لخوا د مرګ دړکې ورکړل کېدې.
داعش په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د څو بریدونو زمه وارۍ منلي چې پکې په امنیتي ځواکونو د بريدونو سره د لږکيو غړي هم په نخښه کړی شوي دي.
په پېښور کې خبريال مشتاق يوسفزی وايي، چې د داعش د بريدونو سېوا کېدل ښايي چې دا ډله دلته نوره فعاله شوې ده، او د بريدونو خطر يې هم زیات شوی دی.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو د راتلو وروسته هلته هم د داعش بريدونه سېوا شوي او ویل کيږي هاغه خلک چې په افغانستان کې د طالبانو نه جدا شوي او ځینې حکومتي امنيتي سرتيري هم په داعش کې شامل شوي دي، دغه رنګ په پاکستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره د خبرو نه ناخوښه جنګيالي يا سخت دريځه طالبان داعش ته د تلو امکان لري.
هغه زياته کړه، چې په راتلونکې کې د داعش خراسان د پياوړې کېدو اندېښنې هم شتون لري.
په پاکستان کې څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داعش فعاليتونه سېوا کړي او په پاکستان کې هم د داعش سېوا کېدو اندېښنې څرګنديږي.
خو پاکستان تل دعوه کړې چې داعش په پاکستان کې په منظم ډول شتون نه لري خو بل لور ته داعش دلته وخت په وخت د بريدونو زمه وارۍ منلي او د پاکستان امنیتي ادارې او پوليس هم بيا وخت په وخت دعوې کوي چې د داعش ترهګر يې وژلي او نيولي هم دي.
په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشید هم ویلي وو چې داعش د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې شتون لري.
داعش چې په افغانستان کې فعالیتونه لرل، د کال 2020 په نيمايۍ کې امریکې او طالبانو دغه ډله په شا تمبولې وه خو د روان کال اګست په مياشت کې د امريکا د افغانستان څخه وتلو وروسته دا ډله بیرته فعاله شوې ده.
په عېن حال کې د امريکې د بهرنیو چارو وزارت د ګل/ دوشنبې په ورځ (22 نومبر) د داعش خراسان يو لوړ پوړی مشر ثنا الله غفاري، سلطان عزيز اعظم او مولوي رجب ځانګړي نړيوال ترهګر ګرځولي دي.
تيره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړې استازې ويلي وو داسې ښکاري داعش به ډېر زر د افغانستان په ټولو صوبو کې فعالیتونه ولري.
د امريکايي چارواکو د شمېرو ترمخه داعش په افغانستان کې د 2000 پورې سخت دریځه جنګیالي لري.
خو په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره چې هلته زندانونه خالي کړی شوي وو ويل شوي د داعش جنګيالي ورسره په ټول ملک کې سېوا شوي دي.
د ترهګرۍ ضد نړيوالو چارواکو او کار پوهانو هم داسې اندېښنې راپورته کړې چې داعش خراسان ته بهرني جنګيالي راشي او په دوی کې شامل شي.