واشنګټن ـــ د امریکې کانګرس پخپل یو تازه اقدام کې روانه اوونۍ له چینه د هغو مصنوعاتو پر راتګ بندیز لګوي چې هغه هېواد یې په ایغور مسلمانانو- چې غلامان یې ساتلي- په زور جوړوي.
تر یوه کال زیاته موده بحثونو وروسته د امریکې د استازو اېوان د نهې- سه شنبې په ورځ د ایغورو د جبري کار د مخنیوي قانون [ایغور فورسډ لېبر پریونشن ایکټ] منظور کړ.
ټاکل شوې چې دغه قانون به ژر د امریکې سېنټ هم منظور کړ او بیا به یې ولسمشر جوبایډن هم لاسلیک کړي چې عمل ورباندې پیل شي.
تر قانون جوړېدو وروسته به د دې قانوني مسودې په بنیاد د چین سنکیانګ صوبې امریکې ته پر ټولو راتلونکو مصنوعاتو تر هغه وخته بندیز لګېږي، چې کمپنۍ د امریکې حکومت ته "روښانه او د ډاډ وړ ثبوت" وړاندې نه کړي چې ګواکې د دغو مصنوعاتو په جوړښت کې د چین په کېمپ کې له غلام ساتل شویو ایغور مسلمانانو کار نه دی اخیستل شوی.
که څه هم امریکا په وار وار ویلي چې د چین حکومت په زور ایغور مسلمانان په کېمپ کې ساتلي او د دوی بنیادي حقونه یې تر پښو لاندې کړي، خو چین وایي دا کېمپ یې د «نوي تعلیم» لپاره جوړ کړی چې مقصد یې د ترهګرۍ ضد مبارزه ده.
سپینه ماڼۍ وایي له کانګرس سره به نیژدې کار کوي چې دغه نوي قانوني مسوده عملي کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د نهې- سه شنبې په ورځ د دې قانوني مسودې تر منظور مخکې وویل:
"موږ له کانګرس سره همږغي یو داسې ګامونه اخیستل کېدای او باید واخیستل شي چې د چین له حکومت سره په سنکیانګ کې د قتلِ عام، بشري حقونو د سرغړونو او په خلکو د جبري کار حساب وشي".
د چین په ضد د بشري حقونو د سرغړونو پر سر دا ګام په داسې وخت کې اخیستل کېږي چې د 2022م کال په فرورۍ میاشت کې په بېجنګ کې د اولمپیک نړیوالې لوبې پیلېږي او امریکې تېره اوونۍ ورڅخه سفارتي بایکاټ اعلان کړی دی.
چین د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې د استازو د اېوان له خوا د قانوني مسودې منظوري غندلې او پر امریکا یې د "منافقت" تور لګولی چې وایي پخپلو پولو کې یې له خلکو د جبري کار اخیستو ستونځه نه ده حل کړې.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجین د دسمبر پر 15مه یوې خبري غونډې ته وویل، چین له سنکیانګ سره په تړلیو مسایلو کې د امریکې د کانګرس د لاسوهنې کلک مخالفت کوي:
"په داسې مسایلو کې د درواغو او ستونځو جوړولو په وسیله ځینې امریکایي سیاستوال غواړي په سیاسي لاسوهنه او اقتصادي ځورونه د بشري حقونو په نوم د چین د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي او وده یې ودروي".
خو بل لور ته د بشري حقونو ډلو د امریکې د کانګرس دغه قانون جوړونه ستایلې او وایي دا به د هېوادونو لپاره د پیل یو ډېر مهم ټکی وي چې له ایغور مسلمانانو سره د چین د چلند مخه ونیسي.
په واشنګټن کې د څېړنیزې ادارې «د ایغورو د بشري حقونو پراجیکټ» یو مشر پیټر ایروین وایي "دا نورې نړۍ ته یوه خبرتیا ده چې ګواکې امریکې په دې اړه په حقیقت کې ګام اخلي".