لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمېرمنو تنظیم په ږوب اؤ خانوزۍ کې دباچا خان تلین نمانځلی


د پښتنو ښځو سياسي غوﺭځنګ "واک" له لوﺭي د بلوچستان په ږوب او خانوزۍ سيمه کې د چهاﺭ شنبې او پنج شنبې په ورځ د خدايي خدمتګاﺭ, د عدم تشدد دمباﺭﺯ, او سياسي مشر باچا خان 34 تلين ولمانځل شو.

د تلين په ياد غونډو کې ګڼ شمير مبارزه کوونکو مېرمنو ګډون کړی وو.

په غونډو کې د باچا خان پر سياسي او علمي مبارزه،هلو ځلو او د هغه پر ژوند ويناوالو رڼا واچوله۔
په ږوب کې د يادې غونډې تابيت کوونکې او د "واک" تحريک ږوب څانګې مشرې بختاور کليوالې, وي او اې ډيوه ته وويل،باچا خان د خپل ژوند لويه برخه د قام لپاره په عملي سياست کې تېره کړې، هغه له خپل قام څخه غوښتل چې و ښځو ته دې ټول بنيادي حقوق او واک ورکړل شي.

د کليوالې په خبره "باچاخان بابا په ټولنه کې يوازي تر قامي او سياسي حده پورې اصلاحات نه, بلکې هغه په شخصي ژوند کې هم د ښځو په اړه هغه اصلاحات را وستل غوښتل, له کومږ چې پښتانه محرومه پاته شوي وو"

له قلعه سيف الله څخه په ياده غونډه کې شرکت کوونکې او د واک غورځنګ فعالې غړې وړانګې لوڼۍ وي او اې ډيوه ته وويل"ويښ قامونه تل خپل اتلان ياد ساتي او د هغوی و ژوند ته په کتلو سره خپله سياسي او قامي مبارزه پر مخ وړي"

هغې وویل پښتنې ميرمنې په لوی لاس له سياست او قامي مبارزي څخه ليري ساتل شوې دي، نو د غورځنګ موخه هم پښتنې پيغلې د قام په سياست او مبارزه کې برخه اخيستلو ته هڅول دي.

د هرکال په څېر دا کال هم پښتون ملتپال"عوامي نېشنل ګوند" د باچاخان په اړه د کوټې د مطبوعاتو په کلب کې د پنج شنبې په وﺭځ ياد غونډه جوړه کړې وه, د دې تر څنګ د ايالت په بېلابېلو ښارونو کې هم غونډې او سيمينارونه شوي.

خان عبدالغفارخان چې په باچا خان شهرت لري په کال1890ميلادي کال کې د چارسدي په کلي اتمانزو کې د بهرام خان په کور کې زېږيدلی ؤ.

تاﺭيخ پوهان ليکي چې باچا خان د پېښور په ښاروالي ښوونځي کې لومړنۍ زدکړې او بيا يې د پېښور په اېډورډ کالج ښوونځي کې تر لسم ټولګي پورې زدکړې کړې وې.

تاريخ پوهان ﺯياتوي چې باچاخان له تاندې ځوانۍ څخه د خپلې ټولنې د اصلاح کولو دنده پر غاړه اخيستې وه.

د باچاخان زوی عبدالولي خان، سياستوال افراسياب خټک او ډېری نور ليکوالان د باچا خان په اړه ليکي چې باچاخان پر سياست، قامي شعور، ټولنيزو اصلاحاتو او د نجونو پر تعليم او تربيت باندې ټينګاﺭ کاوه.

ليکوالان په دې باور دي چې د هم دې عمل له وجې هغه وخت پر سيمه واکمنو "پیرنګيانو" د باچاخان و مخ ته خنډونه جوړول او هغه به يې زياتره وخت په قيد وبند کې ساتلو.

تاريخ پوهه او ليکوال ډاکټر سهيل خان د باچا خان د قيد و بند په هکله ليکي چې باچاخان د پاکستان تر جوړيدو مخکې اووه ځله انګريزانو بندي کړی و, په کوم کې چې هغه 14 کاله شپږ مياشتي او نهه ورځې تيرې کړي وې.

ليکوال سهيل خان زياتوي چې د پاکستان له جوړېدو وروسته باچا خان 12 واري له نيول کيدو وروسته بندي کړل شوی، په کوم کې چې هغه تر 24 کاله زيات قيد ګاللی دی۔

باچا خان د متحده هندوستان د ویش نه وړاندې د نړۍ او په خاصه بيا د هند مشهوره سياست وال ګاندي جي نيژدې سياسي ملګری يادېږي.

ليکوالان زياتوي چې په 1947 کال کې د هند د ویش سره د پاکستان له جوړېدو وروسته هم باچاخان د خپل قام لپاره خپله سياسي مبارزه دوامداره وساتله.

خان عبدالغفار خان د کال 1988م د جنورۍ په شلمه سترګي پټي کړې، او د هغه له وصيت سره سم هغه د افغانستان په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG