د پاکستان الېکشن کمېشن د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف سېنېټر او پخوانی وزیر فېصل واوډا د دوه هېوادونو د شهريت په قضیه کې نااهله کړو.
الېکشن کمېشن د فېصل واوډا په اړه نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (9فرورۍ) فېصله واوروله.
د چيف الېکشن کمشنر په مشرۍ درې کسيزه بنچ د فېصل واوډا په اړه په 23 دسمبر 2021 فېصله محفوظ کړې وه.
په ننۍ فېصله کې الېکشن کمېشن، د فېصل واوډا د سنېټرۍ د اعلاميې بیرته اخستو سره نوموړي ته حکم کړی چې د وزير او پارليمان د غړي په حېث يې کومې ګټې ترلاسه کړې هغه دې واپس جمع کړي. او په سېنېټ کې فېصل واوډا ته ورکړی شوې رايې/ ووټونه هم غلط ګرځول شوي دي.
الېکشن کمېشن ویلي، فېصل واوډا د درغو بيان حلفي جمع کړې وه، او هغه د ايين د 62ون اېف مادې سرغړونه کړې ده.
د راپورونو ترمخه د يادې فېصلې په غبرګون کې د فېصل واوډا وکيل ويلي، د فېصلې پرضد به سپريم کورټ ته ځي.
د فېصل واوډا پرضد د پاکستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي قادر خان مندوخېل الېکشن کمېشن ته خواست کړی وو چې هغه د کال 2018 په انتخاباتو کې د برخې اخستو دپاره په جمع کړو کاغذونو کې دروغ ويلي وو، د جايداد اخستو د پېسو سرچينه يې پټه کړې، او ټېکس يې هم نه وو ورکړی.
د نوموړي پرضد خواست کې ويل شوي وو چې واوډا د کاغذونو جمع کولو په وخت د امریکا شهريت هم پټ کړی وو.
ویل شوي الېکشن کمېشن په څو اورېدنو کې د واوډا نه د هغه د دوه هېوادونو د شهريت تپوس کړی خو هغه جواب نه وو کړی.
فېصل واوډا تېر کال د مارچ په مياشت کې د قومي اسمبلۍ د څوکۍ نه استعفا ورکړې او بيا سېنېټر جوړ شوی وو.
د سېنېټر جوړېدو وروسته واوډا اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو چې د هغه پرضد په الېکشن کمېشن کې د قضيې ودرولو امر وکړي ځکه چې هغه قضه د هغه وخت ده چې کله هغه د قومي اسمبلۍ غړی وو.
خو د اسلام اباد هايکورټ په شپږم دسمبر دغه خواست رد کړی وو.
څو ورځو وړاندې د پاکستان اتتخابي کمېشن په خېبرپښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف ګوند صوبايي وزير شاه محمد د پینځه کالو لپاره نا اهله ګرځولى وو.
په شاه محمد تور وو چې د خېبر پښتونخوا دوړومبي پړاو په ترسره شوو بلدياتي ټاکنو کې یې د بنو په بکاخيل پولنګ اسټيشن حمله کړې، د انتخابي عملې د ځورولو ترڅنګ يې د الېکېشن د رايو صندوقونه تښتولي وو.
دوه ورځې وړاندې په ډېره اسماعيل خان کې د تحریک انصاف د حکومت د مرکزي وزیر علي امين ګنډا پور ورور عمر امين ګنډا پور هم د قاعدو په سرغړونه په بلدیاتي انتخاباتو کې د برخې اخستو څخه نااهله کړی شوی وو.