لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: د کورونا نوې څپې د افغانستان د روغتیا څانګه لا اغېزمنه کړې


واشنګټن ــــ د طالبانو د روغتیا وزارت وایي په افغانستان کې د کورونا وایرس پېښې بیا زیاتې شوې دي او د فرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې تر شپږ سوه زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او اته تنه مړه شوي، چې له کبله یې روغتیا څانګه هم اغېزمنه شوې ده.

د اسوسیېټیډ پریس د رپوټ له مخې یواځې پینځه روغتونونه د کورونا د ناروغانو علاج کوي او پاته نور 33 روغتونونه په وروستیو میاشتو کې د ډاکټرانو، دواوو او د تودښت د اسانتیا د نشتوالي له کبله بند شوي دي.

رپوټ وایي په کابل کې د کورونا وایرس د ناروغانو علاج کوونکی یواځینی روغتون د تېلو د نشتوالي له کبله یواځې د شپې ګرم ساتل کېږي، خو د ورځې په منفي درجه یخ کې هم سوړ وي او ناروغان په درنو بړستنو کې پټ وي.

د افغان جاپان ساري ناروغیو روغتون 100 بسترې لري، مشر یې ډاکټر محمد ګل لېوال وایي د کورونا ناروغانو څانګه یې نیژدې ډکه شوې ده او دوی له اکسیجنه نیولې تر دوایانو پورې هر څه ته اړتیا لري.

ډاکټر لېوال وایي د جنورۍ په وروستیو کې به یې روغتون ته د ورځې یو یا دوه د کورونا ناروغان ورتلل، خو په تېرو دوو اوونیو کې د ورځې له لسو تر دوولسو ناروغان په روغتون کې داخل شوي دي.

لېوال وایي "دا حالت ورځ په ورځ خرابېږي"، ځکه چې وایي د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تقریباً شپږ میاشتې پوره کېږي خو د روغتون کارکوونکو یې تر اوسه یواځې د یوې میاشتې تنخا اخیستې ده.

اسوسیېټیډ پریس وایي د افغانستان د روغتیا نظام په تېرو دوو لسیزو کې تقریباً ټول د نړیوالو مرستو له کبله په پښو ولاړ وو، خو وایي د تېر کال په اګست کې چې طالبان په زور واکمن شوي د روغتیا نظام یې خراب شوی دی.

ډاکټر محمد ګل لېوال وایي د کورونا اومیکرون وایرس هم په افغانستان کې زیات خپور شوی، خو وایي دا یواځې یو اټکل دی ځکه چې وایي تر اوسه لا د دې وایرس د ټیسټونو لپاره ځانګړي کیټونه نه لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وایي، ټاکل شوې وه چې د اومیکرون وایرس د ټیسټونو کیټونه د تېرې جنورۍ میاشتې په پای کې راغلي وای، خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي د فرورۍ په اخر کې به دا کیټونه افغانستان ته ورسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د جنورۍ د 30مې او د فرورۍ د پینځمې تر منځ د افغانستان ولسي لیبارټریو د 8,496 کسانو ټیسټونه کړي چې وایي په دوی کې تقریباً نیمایي کسانو ته کورونا ور پورې شوې وه.

ډبلیو ایچ او وایي د نهې- سه شنبې تر ورځې پورې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې یو لک 67 زره کسان په کورونا وایرس اخته شوي چې وایي په هغوی کې 7,442 کسان مړه شوي دي.

وایي په دې ناروغیو د اخته او مړه شویو کسانو د شمېر د کموالي یوه وجه دا ده چې ټیسټونه کم کېږي او بل دا چې نه رپوټ کېږي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وایي، د وېکسینو 3.2 میلینه ډوزه لري او په جوماتونو کې د ملایانو او د نورو موبایل وېکسین کلینیکونو له لارې یې کمپېن پیل کړی چې زیات خلک وېکسین ولګوي.

د افغانستان په 38 میلینه ابادۍ کې تر اوسه یواځې 27 فیصده خلکو د جانسن اینډ جانسن کمپنۍ وېکسین لګولي او په هغوی کې هم اکثرو یواځې یو ډوز لګولی دی.

ډاکټر محمد ګل لېوال وایي د کورونا د مخنیوي لاره د ماسک په مخ کول او یو له بله فاصله ساتل دي خو وایي په افغانستان کې دا کار تقریباً ناممکن دی، د طالبانو د روغتیا وزارت وایي خلکو ته یې په دې اړه د پوهې ورکولو لپاره کمپېن پیل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG