واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د کډوالو اېجنسۍ خبرداری ورکړی د روس له خوا په اوکراین د بريد وروسته په تېرو دوه ورځو کې د ۵۰ زرو نه زياتو خلکو خپل کورنه پرېښودلي دي.
رپوټونه وایي د اوکرین په مرکز کیو باندې د روسي بریدونو په نتیجه کې لسګونه زره اوکراینیان چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي پولېنډ، رومېنیا، هنګري او سلواکیا هېوادونو ته د جمعې په ورځ اوښتي دي.
د اوکراین نه راغلي تازه خبرونه وايي د روس پوځ د يوکرېن پايتخت کېوو لور ته په دې غرض روان دی چې د يوکرېن حکومت ړنګ کړي. د کيوو ترڅنګ د يوکرېن په نورو ښارونو خارخيوو او خېرسون کې هم د جمعې په شپه د بمي چاودنو او بمبارۍ آوازونه اورېدل شوي دي.
يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبريالانو ته ويلي د روس پوځ د يوکرېن په عسکرو د ۲۰۰ نه زيات کروز او بلېسټک ميزايل ويشتلي دي خو وايي دغه اپرېشن دومره آسان نه وو کوم چې د روس د جرنېلانو خيال وو.
امريکايي چارواکي ووېل د روس پوځ د سخت مزاحمت سره مخ دی او په هغه رفتار وړاندې تګ نه شي کولی کوم چې يې په لومړۍ ورځ کوو.
بل خوا د اوکراین صدر دغه افواګانې رد کړي چې ګنې هغه د ملک نه تښتېدلی دی، ښاغلي زېلنسکي په کيو ښار کې يو لاريون ته ووېل هغه او د حکومت نور غړي په خپل ځای دي چې د خپل وطن آزادي خوندي وساتي.
د روس پوځي جرنېل کونشېنکوف دعوه کړې چې د اوکراین د پوځ ۲۰۰ مرکزونه يې تباه کړي او په ګن شمېر کې يې د هغوی جنګي ګاډي، جهازونه او هېلي کاپټر هم تباه کړي دي.
د دې ترڅنګ يې د پايتخت کيو په شمال مشرق کې مهم د هاسټومل اېرپورټ د نيولو دعوې هم کړي دي، خو آزادو سرچينو د روس د دغو دعو تصديق نه دی کړی.
په عېني حال کې د اوکراین خارجه وزير ديميتري کولېبا په ولسي ودانیو د روس د پوځ له خوا د راکټي بريدونو غندنه کړې ده. د کيو ښار ناظم او پخواني د باکسنګ چېمپين ويټالي کلچکو ويلي دغه ښارپه ښه ډول خپله دفاع کوي او د روس پوځ يې په شا تمبولی دی.
خو غربي چارواکي اندېښمن دي چې حالات به ډېر زر بدل شي ځکه چې وایي نزدې دوه لکه روسي پوځ د اوکراین پولو ته نزدې حرکت کوي او هغوی لا په جګړه کې برخه نه ده اخستې.
بل خوا نېټو اېتلاف د جمعې په ورځ د خپلو ملګرو د تحفظ ژمنه تکرار کړه. د نېټو سېکټري جنرل ين سټولټن برګ په برسلز کې د اېتلاف غړو مشرانو ته ووېل:
"مونږه نېټو ځواکونه په ځمکه، سمندر او هوا کې د خپلو ملګرو د حفاظت د پاره چمتو کړي دي او د کومې غلطۍ يا کوتاهۍ امکان به نه مني، بلکې برابر ځواب به ورته ورکوي".
نوموړي دغه خبره په برسلز کې د اېتلاف د غړو سره د آنلان غونډې وروسته کړې ده.
امريکې په اوکراین د پوځي بريد په سر په روس نور بنديزونه لګولي او خپل اووه زره عسکر يې جرمني ته لېږلي چې د نېټو ایتلاف د غړو حفاظت وکړي خو په اوکراین کې يې د نېغ په نېغه مداخلت نه ډډه کړې، صدر باېډن ويلي امريکايي پوځونه به په اوکراین کې د روس خلاف جګړه نه کوي.
په ملګرو ملتونو کې هم د جمعې په ورځ د روس په ضد قرارداد وړاندې شو.
هرڅه که د روس له خوا په اوکراین کې جګړه توده ده خو د روس خارجه وزير سرګي لاوروف ويلي، که اوکراین د جنګ نه لاس په سر شي نو ورسره خبرو ته تيار دي، اوکراین هم وايي که روس د دوی د آزادۍ ضمانت ورکړي نو د سولې خبرې ورسره کوي.