لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې باورۍ تحریک:پاکستان کې سیاسي فضاء تاوژنه شوې،دشیخ رشید لخوا اپوزیشن ته خبرداری


په داسې حال کې چې دپاکستان دننه حکومت مخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحریک د لارې د حکومت د نسکورلو هځې ګړندۍ کړي، د حکومت اتحادي ډلو ډیر اهمیت ترلاسه کړی دی-

د حکومت اتحادیي ډلو که څه هم تر اوسه په څرکنده د حکومت یا دمخالفو ګوندونو دملاتړ اعلان نه دی کړې خو دحکومت دیولویې اتحادي ګوند مسلم لیګ (ق) مشر چوهدري پرویز الهې په لومړي ځل پر حکومت په څرکنده سختې نیوې کړي اؤ‌ دحکومت سره یې خپل اختلافات ښکاره کړي دي.

حکومت مخالف ګوندونه دعوې کوي چې د بې باورۍ تحرک د پاره د اړتیا څخه زیات غړي لري اؤ‌د حکومت اتحادي ډلو هم د مخالفو ګوندو سره لاري چارې جوړې کړې دي-

بل پلو ته حکومت دعوې لري چې اتحادیان د دوئ ملګري دي او د بې باورۍ د تحریک د ناکامولو د پاره د ۱۷۲ څخه د زیاتو غړو ملاتړ په لاس کې لري.

مسلم لیګ (ق) د قامۍ اسمبلۍ د پنځوؤ چوکیو سره په پنجاب کې، متحده قومې مومنټ د قامې اسمبلۍ د اوو،او جې ډی ای د درېو چوکیو سره په سیند، او بلوچستان عوامي پارټي د قامې اسمبلۍ د پنځوؤ چوکیو لرلو سره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د حکومت اتحادیان دي-

په قامې اسمبلۍ کې د واکمن ګوند تحریک انصاف ۱۵۵ او د مخالفو ګوندونو د ایتلاف ۱۶۲ غړې دي او په داسې حال کې د بې باورۍ دتحریک د برياليتوب دپاره به حکومت او مخالف ګوندونه دواړه په قومي اسمبلۍ کې ددغه ډلو رايو ته اړتيا ولري. ولې چې په قامي اسمیلۍ کې د بې باورۍ تحریک د پاره د ۱۷۲ ووټونو ضرورت وي-

وتلی پاکستانی صحافي مظهر عباس وایي متحده قومې مومنټ ته د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د سیند د ګورنر او حکومت کې د ګډون ډیر لویز وړاندیز کړی دی اؤ‌بلوچستان نیشنل پارټۍ مینګل ډله د وړاندې څخه مخالفو ګوندونو سره ملګرې شوې ده-

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي یو اتحادي ګوند هم په مکمله توګه د حکومت ملاتړ ته نه دی تیار شوی-

دنوموړي په وینا د بلوچستان عوامۍ پارټۍ د دوؤ او د جې ډي ای د یو غړي نه علاوه په دغه ډلو کې په ځانګرې توګه هم د ویشلو هځې روانې دي- هم دغه سوب دی چې حکومت کمزوری ښکاري-

مشر جرنالسټ عامر متین وایي مسلم لیګ (ق)د ترټولو لویې صوبې د اعلا وزارت د څوکۍ ترلاسه کولو په هځه کې دی، بلوچستان عوامي پارټي د بلوچستان پر معاملو تحفظات لري اوغواړي چې بلوچستان کې بدلون راوستل شي-

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي عامر متین ویلي چې دجي ډی ای یوه غړې فهمیده مرزا د پیپلز ګوند سره د اختلافاتو له امله د تحرک انصاف ملګرې ده خو غړي یې د بې باورۍ د تحریک په اړه ویشل شوي دي-

ایم کیو ایم په سیند صوبه کې پر حکومتې او بلدیاتې کچه خپلې ګټې غواړې که چرې د پیپلز ګوند د دوئ څه غوښتنې ومني نو ایم کیو ایم ګڼي چې راتلونکو ټاکنو کې به حالات نور هم ښه شي-

بل پلو ته بلوچستان عوامي پارټۍ خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف سره د اتحاد ختمولو اعلان کړی او د ګوند د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي بلاول اپریدي د یو ویډیو بیان د لاري ویلي د بې باورۍ تحریک کې به هم د حکومت ملاتړ نه کوي او ډیر زر به قامې اسمبلۍ، سینیټ او بلوچستان کې هم د حکومت سره اتحاد ختم کړي-

د قامي اسمبلۍ د اسپیکر له اړخه د بې باورۍ په تحریک د رایو ورکولو لپاره تر اوسه څه نیټه نه ده ټاکل شوې خو مطبوعات امکان څرکندوي چې تحریک باندې راېې د روان مارچ په ۲۸مه نیټه اچول کیدای شي-

په عین حال حال کې مخالفو ګوندونو د بې باورۍ په تحريک د رایو ورکولو په ورځ د پارليمان غړو ته دخوندي لارې ورکولو د پاره په اسلام اباد هایکورټ کې د يو ګډ درخواست جمع کولو پريکړه هم کړې ده.

حکومت د بې باورۍ پر تحریک د راېو څخه یوه ورځ وړاندې پلازمینه اسلام اباد کې د لویې جلسې کولو اعلان کړی اؤ بل پلو ته دمخالفو ګوندونو اتحاد پې ډي ایم هم د راونې میاشتې په ۲۵مه نیټه اسلام اباد اړخ ته د لویې لاریون اعلان کړی دی-

په عین حال حال کې مخالفو ګوندونو د بې باورۍ په تحريک د رایو ورکولو په ورځ د پارليمان غړو ته دخوندي لارې ورکولو د پاره په اسلام اباد هایکورټ کې د يو ګډ درخواست جمع کولو پريکړه هم کړې ده.

داپوزیشن ګوندونو په دغه خواست کې ويل شوي چې وفاقي حکومت او داسلام اباد انتظاميه دې د اسمبلۍ غړو ته خوندي لار او پرته له څه خنډ اسمبلۍ ته دتګ دپاره هدايات ورکړي.

خواست کې دا هم ويل شوي چې پخپله خوښه ووټ اچول د پارليمان د غړو حق دی او دې لړ کې حکومت ته هدايات ورکړی کيدای شي چې دوئ دې د موجوده وزير اعظم په ضد د ووټ اچولو اییني طريقه کار اغېزمن نه کړي٠

مخالف ګوندونه دعوه کوي چې ورته د ٢١ حکومتي غړو ملاتړ ترلاسه دی او دحکومت ايتلافى ګوندونو سره یې هم مثبتې خبرې روانې دي،

خو حکومتي غړي د اپوزيشن دا دعوې ردوي او وایي نه په ګوند کې دننه او نه یې ايتلافى ګوندونو سره اختلافات شته او مخالفو ګوندونو ته به ماتې ورکوي٠

داپه داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید تر مخه د پایه تحت امنیت ټینګولو د پاره د روانې میاشتې د ۲۲مې نیټې څخه تر ۲۹مې نیټې پورې به اسلام اباد رینجرز او ایف ته وسپارل شي-

شیخ رشید مخالفو ډلو او په ځانګړى توګه داپوزیشن ګوندونو دایتلاف مشر مولانا فضل رحمان ته خبردارې ورکړی چې داسې نه عدم اعتماد چيرې هيواد او جمهوريت د بې ثباتۍ او اړى ګړى په لوري بوځي، او ددې سزا به اپوزيشن ته ملاويږى.

شيخ رشيد دعوه کړې ده ټول پاکستان عمران خان سره ولاړ دی او تيرو دريوو اوونیو کې د عمران خان شهرت کې زياتوالی راغلی دی.

خو څيړونکي وایي چې د اسټيپلشمنټ لخوا د حکومت دسياسى ملاتړ نه له لاس اخستو وروسته داسې ښکارى چې مخالف ګوندونه مضبوط شوي دي او حکومت کمزوری ليدل کيږي.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې څيړونکي اويس توحيد وويل' ماته ښکاري معاملات ددې نه زيات کړکيجن دي او داسټيبلشمنټ سره د حکومت فاصلې په زياتيدو دى او ماته راتلونکو ورځو کې عمران خان په مشکلاتو کې ښکاري"

نوموړي وويل دحکومت او مخالفو ګوندونو لخوا چې به کومې درنې ولسي غونډې اسلام اباد کې کيږي نو دې سره اړی ګړی او سياسي بې ثباتي په نظر ښکاري او داسې لګي چې تشدد وشي.

اويس توحيد زياته کړه اسټيبلشمنټ هم هڅه کوي چې روان سياسي تودوالی راښکته کړي خو دپوځ ویاند بابر افتخار تیره اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي وؤ چې پوځ سیاست سره هیڅ کار نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG