د قانون وزیر اعظم نذير تارړ د مخالفه ډلو هرکلې وکړ چې پارلمان د مسلو راپورته کولو لپاره کاروي. نوموړي د پارلماني فورم څخه د مسايلو د پورته کولو لپاره د کار اخيستلو ستاينه وکړه او دا يې د جمهوريت نخښه وبلله
په جېل کي بندي عمران خان د سياسي بنديانو د خوشي کولو او د نهمې مۍ او 26م نومبر د پېښو د رڼو پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې او د غوښتنو نه منلو په صورت کې یې د سېول نافرمانۍ تحريک اعلان کړی. څېړونکي وایي حکومت او پي ټي ای دې خبرو ته کښېني. تفصیل د الیاس خان په رپوټ کې:
په جيل کي بندي پخواني وزير اعظم عمران خان د سياسى بنديانو د خوشى کولو او د نهمې مۍ او 26م نومبر د پېښو د رڼو پلټنو دپاره د عدالتى کمېشن جوړولو غوښتنه کړې او د غوښتنو نه منلو په صورت کې یې د دسمبر د 14مې نېټې څخه د سېول نافرمانۍ تحريک او د څيزونو د بايکاټ اعلان کړی دی.
څيړونکي واؽى پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادى ستونزو کي انښتې دې، د هيواد کورنۍ او بهرنۍ قرضې خطرناک حد ته رسيدلې او حکومت ته به نه صرف ټيکس امدن سيوا کول وى بلکه مراعات ختمول او حکومتى خرچې راکمولو سره به ورته خپل برامدات هم سيوا کول وي
د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، د پاکستان د انرژۍ وفاقي وزیر اویس احمد لغاري په دې خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ په همکارۍ یې ټینګار وکړ
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د اتوار،یکشنبې په ورځ ويلي، حکومت پریکړه کړې چې د هر سېکټر يا څانګې څخه به ټېکس يا ماليه اخلي، چې پکې د ځمکو کاروبارکونکي، واړه او غټ دوکانداران او د کرکيلې څانګې شاملې دى، يادو څانګو تر دې دمه د ماليې څخه ډډه کوله.
تاجران او کاروباریان وایي د پاکستان مجموعي تجارت کې سيمه ايز تجارت د پنځه فیصدي نه هم کم دی ، بل پلو په نړۍ کۍ د سيمه ایزو هيوادونو ترمنځ تجارت د 50 سلنه نه هم زيات دی
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، قانون جوړوونکو په لیک کې لیکلي: "موږ له تاسو (بایډن) څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان له حکومت سره د امریکا مهم نفوذ وکاروئ، ترڅو د سیاسي بندیانو خوشې کېدل یقیني شي، چې پخوانی وزیراعظم عمران خان هم پکې شامل دی، او د بشري حقونو سرغړونې محدودې شي."
پاکستان کي د خوراک د نړيوال پروګرام مشرې کوکو شيما وويل د خوراک نړيوال پروګرام د خپلو همکارانو او اړونده ادارو اې ايف آي ډي ، ايف اې او، مقامی حکومتونو او ټولنې سره په ګډه د صحت مند خوراک باوري کولو لپاره هلې ځلې کوي
پاکستان پرون په 16م اکتوبر د خوراک نړيواله ورځ په داسې مهال لمانځلې ده چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د ياد هيواد 15 سلنه ابادي يا په هر شپږو وګړو کې يو تن د خوراک د سخت کمي يا د لوږې سره مخ دی. تفصیل د الیاس خان په رپوټ کې:
د څېړونکو په نظر په پاکستان کي چيناؽى وګړي په نخښه کونکي بلوڅ لبريشن ارمي او نورې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې چين ته د يو استعماري طاقت په توګه ګورى او وايي چين او پاکستان په ګډه سره د دوى اقتصاړى محروميانې نورې زياتوى، او دا ډلې د سي پيک مخالفت کوي
د رپوټونو له مخې، بهرنۍ پانګونې په پاکستان کي د وړاندي ڼه ډيرې کمې دي او پاکستان به د ايس سي او په دې غونډه کي هڅه کوي چې خپلې اقتصادي او تجارتي اړيکې د غړو هيوادونو سره سيوا کړي
نړیوال بېنک په خپل تازه رپوټ کې خبرداری ورکړی پاکستان به روان مالي کال کي اقتصادي اهداف ترلاسه نه کړي او وايي د کمزورې اقتصادي ودې له وجې پاکستان کي لس کروړه خلک د غربت د کرښې ښکته تللي. تفصیل د الیاس خان په رپوټ کې:
په هفته واره خبري غونډه کي د خارجه دفتر له وياندې نه د پېښې، پروټوکول او د خارجه وزارت د کردار په اړه يو شمير پوښتنې وشوې.
د پاکستان حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې په غوښتنه د مالي خسارو سره مخامخ حکومتي ادارې شخصي کمپنیو ته د ورکولو پروسه ګړندۍ کړې. په دې لړ کې سرکاري کمېشن بورډ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د پاکستان قامي شرکت پي ايي اې نیلامي به د اکتوبر په لومړۍ نېټه کیږي. الیاس خان یې تفصیل وړاندې کوي:
په قامى اسمبلۍ کي دا وخت ديارلس جماعتونه دي چې پکې اته په حکومتى اتحاد کي شامل دي او د دوي مجموعي څوکۍ دسپريم کورټ د پريکړې وروسته اوس209 دى چې دا دوه تهاؽى اکثريت د شمير 224 نه کمې دې
د ځینو پاکستاني مطبوعاتو د خبر له مخې ایران پاکستان ته خبرداری ورکړی که روانه میاشت خپلې خوا ته د ګيس پایپ لاین جوړ نه کړي د ثالثۍ نړیوال عدالت کې به یې په ضد د 18 اربه ډالرو دعوه وکړي. ایران په دې اړه څه ویلي نه دي او پاکستان مخکې ویلي وو ایران سره به چارې حل کوي. نور حال د الیاس خان په رپوټ کې:
نور کتل