اټکل کیږي چې د پاکستان حکومت به د جون په دوولسمه، د مالي کال 2024-25 لپاره د شاوخوا 18 ټریلينه روپو بجټ قامي اسمبلې ته وړاندې کړي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين د پينځه ورځني سفر په دويم پړاو کې بيجينګ ته رسېدلی هلته به د چينايي مشرانو سره په دوه اړخيزه اړيکو او د سي پېک په پروژو خبرې کوي
د پاکستان سپريم کورټ کي جسټس منيب اختر ويلي چې له انتخابي نخښې نه د يو سياسى ګوند له محرومه کېدو څخه ټوله لانجه جوړه شوې. نوموړي دغه خبره د سنى اتحاد کونسل د پارلېمنټ د مخصوصو څوکيو د مقدمې اورېدنې په مهال کړې ده. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
د پاکستان په سپريم کورټ کې د سني اتحاد کونسل ځانګړي څوکيو په اړه د ګل یا دوشنبې د ورځې په مقدمه کې د اوروني پر وخت د فل کورټ يو شمير ججانو د پاکستان الیکشن کميشن لخوا سنى اتحاد کونسل ته ځانګړي څوکي نه ورکولو په پريکړه پوښتنې راپورته کړي. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
ای اېم اېف: پاکستان دې خپل د ټکس امدن زیات او حکومتي رعایتونه ختم کړي د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، ای اېم ايف غواړي چې حکومت دې د نوي پور پروګرام د دريو کالو موده کي، ټيکس ټو جي ډي پي يا کل مجموعي امدن کي د ټيکس تناسب د درى سلنه څخه 12 سلنه پورې زيات کړي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ د آی اېم اېف له مشرې کرسټالينا جارجيوا سره په ليدنه کې ويلي دي چې حکومت يې د پاکستان اقتصاد "بېرته" پخپلو پښو درولو ته ژمن دی دواړو پاکستان ته د ايي اېم اېف د قرض د يو بل پروګرام په اړه هم خبرې وکړې.
پاکستان د امريکا له ګواښونو سره سره په ايران-پاکستان ګيس پایپ لاین پروژې د پرمختګ اشاره ورکړې د دفاع وزير خواجه اصف هيله څرګنده کړې، چې د دې پروژې په لار کي پراته خنډونه به لرې کوي او دا به سر ته رسوي. څيړونکي وايي، دوي نه ويني چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې وکړای شي چې دا پروژه سر ته ورسوي.
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په مشرۍ کي يوه ډله واشنګټن ته رارسیدلې چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د نوي قرض په تړون خبرې وکړي
څېړونکي هیله څرګندوي چې ايي اېم اېف به پاکستان ته د موجوده قرض د اخېری قسط منظوري ورکړي د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ د 3 اربه ډالرو د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې د 1.1 ارب ډالرو د اخېری قسط په اړه جایزه خبرې نن ختمېږي. تفصیل د الیاس خان په راپور کې.
د پاکستان او د ايي اېم اې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه ده، د زر مبادلې ذخيرې يې د اته 8 اربه ډالرو څخه ښکته دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی
سنېټر بهرامند تنګي په سنېټ غونډه کې له سخت احتجاج وروسته د سوشل میډیا په ټولو پلېټ فورمونو د بندیز لګولو لپاره خپل قرارداد بېرته اخیستی
نور کتل