لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان راتلونکی بجټ به سخت او نوي ټېکسونه به پکې ولګول شي: اقتصاد پوهان


د پاکستان حکومت د راتلونکي مالې کال 2024-25‏‎ ‎بجټ/ بوديجې د پاره تياريانې پيل کړي دي، ويل کيږي د روانې مياشتې جون په لسمه امکان دی ‏بجټ پارلیمان کې وړاندې شي.‏

څيړونکي ګڼي د اقتصادي اصلاحاتو دپاره د آی اېم اېف سختو شرطونو په وجه راروان بجټ به د پاکستان د تاريخ تر ټولو سختو بجټونوکې يو وي په ‏کوم کې چې د نورو ټيکسونو لګولو سره به ګراني نوره سېوا شي.‏
د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، دا بجټ به د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د غوښتنو يو لوی فهرست لاندې وړاندې کولی شي.‏

د رپوټونو له مخې، د نړيوالې مالياتي ادارې چارواکو په تيرو ورځو کي د پاکستان د سفر په وخت حکومتي چارواکو ته ويلي وو، خپل د ټېکس امدن دې ‏سېوا کړي، حکومتي لګښتونه دې راکم کړي، د انرجۍ څانګه کې دې اصلاحات وکړي، د تبادلې شرحه کې دې استحکام وساتي او د کورنيو او بهرنيو ‏پانګونو د پاره دې حکومتي انتظام کې ښه والی راولي.‏

د څيړونکو په وينا آی اېم اېف غواړي چې حکومت دې د پور نوې لوظنامه د پارليمان نه منظوره کړي او مخالفه ډلې دې هم په دې په اعتماد کې واخلي.‏

اقتصاد پوهه شهريار بټ وايي، "راروان بجټ به د پاکستان د تاريخ تر ټولو سختو بجټونو کي يو وي، حکومت د آی اېم اېف نه د پور يو بل پروګرام ‏اخستلو هڅې کوي او غواړي چې آی اېم اېف خفه نه شي، حکومت غواړي چې ټيکس امدن سېوا کړي او د خدماتو څانګې، د ځمکو کاروبار او واړه او لوی ‏دوکانداران د ټېکس جال کې راولي خو دې هر څه دپاره به ورته سختې فيصلې کول وي".‏

وي او اې ډيوه سره خبرو کې شهريار بټ زياته کړه د ټېکس راټولولو مرکزي ادارې اېف بي آر د راتلونکي مالي کال د پاره د دولس نيم زره اربه روپو د ‏ټېکس هدف ايښودی دی، کوم چې د روان مالي کال نه ‏‎35‎‏ سلنه‎ ‎‏ يا فيصده زيات دی.‏

هغه وويل، د حکومت خرچې سېوا او امدن کم دي او راتلونکي مالي کال کې به ورته صرف سود ورکولوته ‏‎8000‎‏ اربه روپۍ پکار وي.‏

اقتصاد پوهان وايي په راروان بجټ کي د جي اېس ټي يا جنرل سېلز ټېکس 19‏‎ ‎‏ فيصده سېوا کولو وړانديز دی او دا ګام به منفي اغېزې ولري او که په پټروليم ‏مصنوعاتو نور ټېکس ولګېدو نو دې سره به ګراني نوره سېوا شي.‏

دوي زياتوي حکومت ته به د غېر مستقيم ټېکس پر ځای مستقيم ټېکس نظام ته راتلل وي او ورته به دې لړ کې سختې پريکړې کول وي او که داسې نه وي ‏نو ګرانۍ کې چې اوس کوم کمی راغلې نو دا بيا لوړيدی شي او د دې به په هر څه منفي اغېزې وي.‏

د اقتصاد پوهانو په خبره، که څه هم د آی اېم اېف پروګرام د اقتصادي استحکام دپاره ډېر ضروري دی خو حکومت ته پخپله هم داسې تګلاره جوړول پکار ‏دي چې د د عام ولس په ژوند کې څه سوکالي راشي خو وايي نه ويني چې راتلونکي بجټ کې به يوعام تن ته څه اسانتياوې ورکړل شي.‏

قايداعظم پوهنتون کې د اقتصادې څانګې استاد ډاکټر جاوېد اقبال وايي، "د آی اېم اېف نوي پروګرام کې حکومت ته پکار ده چې د ګرانۍ دا پېټی په عام ‏خلکو ور وانه چوي بلکې خپلې خرچې او شتمنه ډلو ته ورکړل شوي رعايتونه راکم کړي او عام ولس ته ښېګړه ورکړي".‏

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادي او سياسي ستونزو کې ښکېل دی نو د آی اېم اېف نه د پور يو بل پروګرام اخستلو پرته ورسره ‏بله لار نشته.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG