لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آي اېم اېف اټکل کړی، د پاکستان حکومتي پورونه د ريکارډ کچې پورې لوړېدی شي


نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف په نوي مالي کال ‏‎2024/25‎‏ کې د پاکستان د حکومتي پورونو ریکارډ کچې ته د لوړېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې ‏دا پورونه تر ‏‎87,000‎‏ اربه روپو څخه په بره تللی شي.‏

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، پاکستان د پورونو په جال کې نښتی دی او د خپل موجوده پور بیرته ورکولو او بجټ خسارې پوره کولو لپاره نور ‏پورونه اخلي.‏

مطبوعاتو د آی اېم اېف د سرچینو له قوله ویلي چې په نوي مالي کال کې د پاکستان په حکومت په ځايي او بهرنيو پورونو کې ‏‎10,433‎‏ اربه روپۍ اضافه ‏کیدای شي او دا ‏‎87,346‎‏ اربه روپو ته لوړیدی شي.‏
مطبوعاتو د د آی اېم اېف له خولې ویلى چې راتلونکي مالي کال کې د پاکستان ځایي پورونه ‏‎53,878‎‏ اربه روپو او بهرني پورونه ‏‎33,648‎‏ روپو ته لوړیدی ‏شي.‏

نړیوالې مالیاتي ادارې پخپل رپورټ کې ویلي چې په روان مالي کال کې حکومتي پورونه ‏‎76,913‎‏ اربه روپو ته رسېدی شي او د مالي کال تر پاید حکومت ‏د مقامي پورونو اندازه 46،242 اربه روپۍ لګول شوې ده.‏

آی اېم اېف اټکل کړی چې د حکومت بهرني پورونه د مالي کال په پای کې ‏‎30,671‎‏ اربه روپۍ پاتې کېدی شي.‏
د خزانې وزارت د دې غټ علت د سود لوړه شرحه بولي او وايي د هيواد د کل امدن نزدې 80 سلنه د کورنيو او بهرنيو پورونو سود ورکولو کې مصرف شي ‏او د پرمختيا کارونو ته بيا ډيرې لګې پېسې پاتې شي.‏

اقتصاد پوه خبريال او څيړونکی مهتاب حېدر وايي، "د پاکستان مرکزي بېنک لخوا د سود شرحه 22 فیصده ساتلو سره د قرضو حجم زيات شوی او دا ‏قرضې د کل مجموعي امدن څخه هم زياتي شوي دي".‏

هغه وويل، "که مونږ د روان مالى کال د وړومبو نهو مياشتو شمېرې وګورو نو دې کې د مرکزي حکومت کل امدن صرف په يو مد- يعنى قرضو کې مصرف ‏شي او دا د حکومت د پاره يو غټ چيلنج دی".‏
مطبوعات د خپلو سرچينو له قوله ويلي، چې د خزانې وزارت په مالى کال 2024-25 کې د بهرنيو قرضو ورکولو لپاره 23 اربه ډالرو ته اړتيا لري او دې لړ ‏کي د دوست هيوادونو څخه د خواوشا 12 اربه ډالرو پورونه د ځنډولو اټکل شوی دی.‏

د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې، د سعودى عربستان څخه پنځه اربه ډالره ، د متحده عرب اماراتو څخه د درې اربه ډالره او د چين څخه د څلورو اربه ‏ډالرو قرضې به ځنډولی شي.‏

دوي زياته کړې چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کي د چين څخه د نورو نويو مالي مرستو اټکل هم شامل دی.‏
پاکستان تېرو ورځو کي نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه نړیوالې ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې ‏کړی دی.‏

آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي ، حکومت دي خپل حجم او دولتي ‏لګښتونه راکم کړي او شتمنه ډلې ډې د ټيکس جال کې راولي.‏
ځيني څيړونکي په قرضو کي د اضافې غټ علت بحټ خساره بلي چې له وجې یې حکومتونه پرله پسې قرضونه اخلي.‏

د اقتصادى چارو خبريال ثنالله وايي،"د پاکستان امدن کم او خرچ سېوا دی چې له وجې یې بجټ خساره کې اصافه کيږي او بيا د دې خسارې پوره کولو د ‏پاره ورته نور پورونه اخستل وي، راتلونکو درېو کلونو کې به پاکستان ته د ‏‎70‎‏ څخه تر ‏‎75‎‏ اربه ډالرو پورې بهرني پورونه ورکول وي او کورني پورونه د دې ‏نه علاوه دي". ‏

پاکستان په نزدې وختونو کې د یو داسې سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوی چې د اقتصادي سقوط ګنګوسې یې راپورته شوې وې خو بیا یې آی ایم ‏ایف سره د درېو اربه ډالرو یو لنډ مهاله د پور تړون وکړو او خپل غورځېدلي اقتصاد ته یې تکيه ورکړه.‏

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې اوس یو وارې بیا پاکستان هڅه کوي چې آی ایم ایف څخه د شپږو نه تر اتوو اربو ډالرو د پور یو بل پروګرام ‏تر لاسه کړي خو آي ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې خپل دولتي لګښتونه باید راکم او دغه شان ترقياتي بجټ به په صوبو ورواچوي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG