لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف چينايي وګړو ته د امنيت او اسانتياو ورکولو باور ورکړی


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين د پينځه ورځني سفر په دويم پړاو کې بيجينګ ته رسېدلی هلته به د چينايي مشرانو سره په دوه اړخيزه اړيکو او د سي پېک په پروژو خبرې کوي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين د پينځه ورځني سفر په دويم پړاو کې بيجينګ ته رسېدلی هلته به د چينايي مشرانو سره په دوه اړخيزه اړيکو او د سي پېک په پروژو خبرې کوي

د چين په سفر ړ پاکستان وزيراعظم شهبازشريف په خپل هېواد کې چينايي وګړو او سرمايه کارانو ته د مکمل امنيت او د اسانتياو ورکولو باور ورکړی دی.

څيړونکي وايي، د وزير اعظم د چين د سفر بنيادي مقصد چينايي مشرانو ته د چينايي وګړو حفاظت باوري کولو ترڅنګ د چين پاکستان اقتصادى منصوبې سي پېک د برخې هغه کارونه بحالول دي چې د ډېر وخت راهسې د ځنډ ښکار دي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ په شینجین کې د پاکستان چین بزنس کانفرنس ته وینا کې، وزيراعظم شهباز شريف وویل، حکومت په بشام کې د خونړي ترهګر برید راهسې په ټول هیواد کې د هر چینايي ژوند د خوندیتوب لپاره مختلف ګامونه پورته کړي دي.

څيړونکي وايي د امنيت ټينګ ساتل د ملکي او غېر ملکي کاروباريانو او سرماياکارانو دپاره ډېر مهم وي او وزير اعظم به چينايي مشرانو ته د چینايي شهریانو خوندي ساتلو باور ورکوي.

د اقتصادى چارو کارپوه ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي،"د وزيراعظم د چين د سفر درې مقصدونه دي، يو هغوي ته دا باور ورکول چې دلته د چينايانو حفاظت باوري کولی شي او دويم د چينايي کاروباريانو شخصي د بجلۍ د کارخانو د پاتې پيسو مسله ده، چينايي کاروباريان تر هغې پورې پاکستان کې پانګونو ته تيار نه دي تر څو چې د هغوى لخوا لګولې شوې د بجلۍ د کارخانو بقاياجات نه وي ورکړل شوي".

ډاکټر سلهري وويل درېمه مهمه خبره به د هغو منصوبو بحالول وي کومې چې د ډېر وخت راهسې د ځنډ ښکار دي لکه د پېښور نه تر کراچۍ پورې د رېل ګاډي نوې پاټلۍ جوړول يا اېم اېل ون منصوبه او دا شان نورې منصوبې شامل دي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال ويلي، د کال 2013 نه تر کال 2018 م پوري چين په پاکستان کې د سي پېک پروژې لاندې د 25 اربه ډالرو سرمايه کاري کړې ده.

نوموړي ويلي په چينايي وګړو بريدونو کي هغه قوتونه ککړ دي څوک چې سي پېک ته زيان رسول غواړي خو د دې مخې نيولو دپاره چين او پاکستان په يوه پاڼه دي.

تيرو ورځو کې چين په پاکستان غږ کړی وو چې د چينايي وګړو او منصوبو حفاظت دې يقيني کړي او د توندروه او ترهګر ډلو په ضد دې د ضرب عضب په شان عمليات بيا پيل کړي.

د امنيتي چارو څيړونکي وايي، تر کومې چې ترهګرې ډلې په بشپړه توګه ختمې کړل شوي نه وي دلته به دا رقم ترهګريز بريدونه روان وي.

څيړونکی عبدالله خان وايي، "پاکستان د جنګونو او ترهګرۍ څخه اغېزمن هيواد دی او دلته هرکال په سوونو ځايي خلک دې بريدونو کې وژل کيږي او داسې کې به دلته مېشته غېرملکي وګړي هم په نخښه کيږي".

څو میاشتې وړاندې په امریکا کې د نړیوالې پرمختیايي څېړنیز لېب لخوا خپورکړل شوي رپورټ کې ویل شوي چین په تېرو 21 کلونو کې پاکستان ته د 68 اربه ډالرو نه ډېر پورونه ورکړي دي.

امريکا او غربي هيوادونه د چين لخوا ترقي پذير يا پرمختيا په لور روان او غريبو هيوادونو ته د درنو قرضو د بوج لاندې راوستلو باندې اندېښنې څرګندوي خو چين او پاکسنان بيا دا تورونه ردوي او وايي دواړه هيوادونه تاريخي دوستانه او سټراټیجکي اړيکې لري.

څيني څيړونکي ګڼي چې نړۍ دا وخت په دوه ډلو کي ويشلې شوې ده ، د يوې ډلې مشري امريکا او د بلې روس او چين کوي. د نړۍ 60 سلنه جي ډى پي يا ټول مجموعي پيداوار د روس او چين ملګرو هيوادونو په لاسونو کې دی او دا دواړه ډلې د يو بل مخامخ ولاړې دي.

خبريال او څيړونکی طاهر ډهنډسا وايي، "پاکستان يو داسې هيواد دی کوم چې چين او روس نه غواړي چې مخ په لاندې لاړ شي خو د سي پېک ودرېدلو په شا اصل مسله امريکا ده، ګنې چين غوښتل چې د ايم ايل ون منصوبه باندې به هغوى پيسې ولګوي خو پاکستان وويل دا به د اسيايي پرمختيا بېنک د لاري فاينانس کوي يا پېسې به ورته ورکوي".

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين د پينځه ورځني سفر په دويم پړاو کې بيجينګ ته رسېدلی هلته به د چينايي مشرانو سره په دوه اړخيزه اړيکو او د سي پېک په پروژو خبرې کوي.

د وزيراعظم هاوس د خبر پاڼې ترمخه، دواړه هيوادونه به په بيلابيلو څانګوکې د مرستو سېوا کولو يو شمېر مفاهمتي ياداشتونه هم لاس ليک کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG