لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مندوخېل: د فېبرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې خلکو ازادو امیدوارانو ته نه بلکه د پي ټي آې امیدوارانو ته ووټونه ورکړي


د پاکستان په سپريم کورټ کې د سني اتحاد کونسل ځانګړي څوکيو په اړه د ګل یا دوشنبې د ورځې په مقدمه کې د اوروني پر وخت د فل کورټ يو شمير ججانو د پاکستان الیکشن کميشن لخوا سنى اتحاد کونسل ته ځانګړي څوکي نه ورکولو په پريکړه پوښتنې راپورته کړي.

دوی ویل چې اليکشن کميشن اول پخپله ازادو غړو(تحريک انصاف) ته په سني اتحاد کونسل کې د شامليدلو اجازه ورکړې وه نو بيا یې دوى ته د ځانګړو څوکيو ورکولو مخالفت ولې وکړ.

د اورېدنې په مهال د بنچ يو غړي جسټس جمال مندوخېل ريمارکس ورکړه چې د بيټ نښې په فيصله عوام ګمراه شوي دي، آزاد اميدواران هم پي ټي آی کې شامليدې شي په دې کښې هيڅ پابندي نشته.

قانون پوهان وايي، د پاکستان ایين کي د سياسى ګوند تعريف دا دی چې دا هغه ګوند وي چې انتخاباتو کي برخه اخلي.

په دې ټاکنو کي پاکستان تحريک انصاف ته اکثريتي ووټونه ورکړل شوي او د ایین A-17 ,ماده وايي، څوک دې له دې حق نه د محرومه کولو اجازه نه ورکوي.

په سیریم کورټ کې وکیل شير امان خان وايي،

"د چيف جسټس په شمول، جسټس اطهر من الله او جسټس جمال مندوخيل وويل چې په اؽين کي يو ټکې سيکيور يا خوندي استعمال شوې دې او د دې مطلب دا دی چې يو ګوند ته په ټاکنو کي څوکۍ ملاٶ شوي او دوى ته ازاد اميدواران راغلل نو ځانګړي څوکۍ هم دوى ته ملاويدل پکار دي."

د اورونې پر مهال جسټس منيب اختر ريمارکس ورکړل چې د نوټيفيکيشن له مخې سنى اتحاد کونسل هيڅ څوکۍ نه ده ګټلې.

"د اليکشن کميشن په حکمونو کې هیڅ منطق نشته. يو خوا دا وايي چې سنى اتحاد کونسل په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې او له بلخوا دا د پارلماني ګوند په توګه مني."

جسټس منصور علي شاه بیا وویل چې اليکشن کمیشن په سنى اتحاد کونسل کې د امیدوارانو شاملول منلي خو درې ورځې وروسته انتخابي ادارې وویل چې ګوند به ځانګړې څوکۍ نه ترلاسه کوي.

د سنى اتحاد وکيل فيصل صديقى په خواست کې وړاندې شوي دلیلونه تکرارولو سره وویل چې نورو ګوندونو ته د ځانګړو څوکیو ورکول د اساسي قانون 51 (vi) (d) او (e) څخه سرغړونه ده.

وکیل صدیقي وویل چې د قانون له مخې د یو ګوند لپاره د مخصوصو څوکیو لپاره انتخابات ضروري نه دي.

"که ازاد اميدوار له کوم ګوند سره یوځای شي، نو دوی ته ځانګړې څوکۍ ورکول کیږي."

چيف جسټس پوښتنه وکړه که يو ګوند په ټاکنو کي برخه نه وي اخېستې نو ايا دوى ته ځانګړې څوکې ورکړل کېدای شي.

دې ته صدیقي په مثبت ځواب کې وویل چې دا ټوله لانجه ده.

په عدالتي چارو نظر لرونکي خبريالان وايي، د ججانو د ريمارکس نه دا ښکاري چې د سني اتحاد کونسل کومې څوکۍ په نورو ګوندونو کي تقسيم کړې شوي دي دا صحيح نه و.

د عدالتى چارو خبريال غلام نبي وايي،

"زياتره ججان دا مني چې دا ځانګړې څوکۍ چې نورو ګوندونو ته ورکړل شوې دي دا په اينى توګه صحيح نه وو٠

د يو ګوند د نمایندګۍ نه زياتې څوکۍ هغوى ته نه شي ملاويدلې."

د غلام نبى په وينا چې د ججانو دا ذهن دې چې دا څوکۍ د پاکستان تحريک انصاف وې او پي ټى ای چونکه په پارلمان کي موجود نه وه نو دا ازاد غړو ته ملاويدل پکار وې٠

وروسته عدالت دا اورېدنه تر صبا د سه شنبې ورځ ته وځنډوله.

ياده دې وي چې سپريم کورټ د مارچ په ١٤مه نېټه د پېښور هاي کورټ پرېکړه او د پاکستان د ټاکنو کمېشن د مارچ په لومړۍ نېټه د سني اتحاد کونسل د ښځو او اقليتونو لپاره له مخصوصو څوکيو بې برخې کولو پرېکړه ځنډولې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG