لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: څيړونکي وايي بجټ کې به نوي ټېکسونه ولګي او ګراني به ورسره نوره سېوا شي


National Assembly of Pakistan
National Assembly of Pakistan

‏اټکل کیږي د پاکستان حکومت به د جون په 12مه، د مالي کال 2024-25 لپاره د شاوخوا 18 ټریلينه روپو بجټ قامي اسمبلې ته وړاندې کړي.‏

پاکستاني مطبوعاتو د خزانې د مرستيال وزير له خلې ويلي په بجټ کې د درې ټریلينه روپو اضافي ټيکسونه لګولو او جي ایس ټي له 18 څخه 19 سلنې ته ‏لوړولو وړاندیزونه هم تر غور لاندې دي، کوم به چې د څيړونکو په وينا ګراني نوره هم سيوا کړي.‏

څيړونکى وایي، حکومت که چري د پخوا په شان غېر مستقيم ټيکسونه لګوي لکه جي ايس ټي يو فىصدي لوړول، د بجلۍ، ګېس او پټرولو بيعې لوړول، ‏نو دې سره به ګراني نوره هم سېوا شي.‏

د دوى په وينا، دا بجټ د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم ايف د شرطونو د لاندې تيار شوی او کله چې دا د پارليمان نه پاس شي نو له هغې وروسته به آی ايم ‏ايف د پور ورکولو په نوي پروګرام د حکومت سره خبرې شورو کوي.‏

څيړونکی ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي، " که د آی اېم ايف پروګرام وي او که نه، دا ډير شيان خو مونږ ته د وړاندي نه کول پکار وو خو د سياسى جوړ ‏جاړي له وجې د ځنډ ښکار شو، اوس به دا کتل وي چې په بجټ کي به حکومت ټېکس امدن څنګه سېوا کوي او د ځمکو اخستلو، خرسولو کاروبار ‏،کرکيله ، واړه او غټ دوکانداران به څنګه په ټېکس جال کې راوستلې شي، د حکومتى ادارو شخصى څانګې ته ورکول او حکومتى خرچې به څنګه ‏راکموي".‏

سلهري وي او اې ډیوه سره خبرو کې زیاته کړې، چې کله دا هر څه وشي نو د دې اثر خو به د مستقيم او غېر مستقيم ټيکس په شکل کې په خلکو پريوځي.‏ پاکستان تېرو ورځو کي نړیوالې مالیاتي ادارې نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.‏

آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي، حکومت دي خپل حجم او دولتي ‏لګښتونه راکم کړي، ترقياتى بجټ دي په صوبو وروا چوي او شتمنه ډلې دي دټيکس جال کي راولي.‏

د اقتصادي چارو خبريال ثنا الله خان وايي،"حکومت ته دوه غټ چيلجونو راوړاندې دي، آمدن یې کم او خرچې یې سيوا دي او بله یې د بجټ خساره ډيره ‏زياته ده او دا پوره کولو دپاره یې نورې قرضې اخلي او راتلونکو درېو کلونو کې به ورته د اويا نه پينځه اويا اربه ډالره صرف بهرني پورونه ورکول وي".‏

تير کال د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه منفي وه خو راوران مالى کال کې حکومت وايي دا به 3.5 فىصدي وي او ګراني به د شلو فىصدى نه کمه پاتي ‏شي.‏ د مياشې په حساب سره خو ګرانۍ کي کمې راغلې خو د سود شرحه ډيره زياته ده او هم دغه وجه ده چې د پاکستان ټول امدن د درنو قرضو په ورکولو کې ‏ولاړ شي.‏

څيړونکي وايي د پاکستان اقتصادي ستونزو کې کمی نه ليدل کيږي او که حکومت د آی اېم اېف نه نوی پروګرام اخلي نو ورته به رعايتونه ختمول او ‏ټېکس امدن سېوا کول وي خو دې دپاره حکومت سره نوې لارې نشته او ورته به دې لړ کي نوي ټيکسونه لګول وي.‏

‏د مالياتى چارو کارپوه شهریار بټ وايي، "پاکستان دا وخت د ډير سخت صورتحال سره مخامخ دی،د پاکستان مشکلات تر څه حده پورې ضرور کم شوي ‏دي خو ګراني چې وړاندې 23 سلنه وه اوس 12 سلنه ته راکمه شوې ده خو د سود زياته شرحه کاروبارى هلې ځلې اغيزمنوي او ادايګيانو کې مشکلات ‏جوړوي".‏

څيړونکي وايي، حکومت دا وخت يو دوه کې حيرانه دی او هڅه کوي چې د چين ، سعودى عرب او متحده عرب اماراتو نه مرستې ترلاسه کړي، خو تر ‏کومې پورې چې د آی ايم ايف سره د پور نوې لوظنامه یې نه وى لاس ليک کړي او د دوى لخوا وړاندې کړل شوي اقتصادى اصلاحات یې نه وي عملي ‏کړي، يو هيواد هم دوى ته مرستې يا بيل اوټ نه شي ورکولی.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG