لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېم اېف: پاکستان دې خپل د ټکس امدن زیات او حکومتي رعایتونه ختم کړي


د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، ای اېم ايف غواړي چې حکومت دې د نوي پور پروګرام د دريو کالو موده کي، ټيکس ټو جي ډي پي يا کل مجموعي امدن کي د ټيکس تناسب د درى سلنه څخه 12 سلنه پورې زيات کړي.

پاکستان د نړۍ په هغو هيوادونو کي دی چېرې چې کل امدن کي د ټيکس تناسب ډير کم دې.

څيړونکي وايي، پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادى ستونزو کي نښتی دی، د هيواد کورنۍ او بهرنۍ قرضې خطرناک حد ته رسيدلې او آی ايم ايف به نه صرف د ټکس امدن يو غټ هدف ورکوي بلکه حکومتي خرچو او امدن کي توله راوستل، مراعات ختمول هم د ای ايم ايف غټې غوښتنې دي.

خبريال او څيړونکې مهتاب حيدر وايي،

"د آی ايم ايف لخوا به حکومت ته د ټکس امدن يو غټ هدف ورکولی شي، د خرڅ او امدن په حوالې به ډير زيات اقدامات اخستل وي. دا شان په تنخا داره ډلو به نور ټيکس لګول کيږې، پنشن کي به د اصلاحاتو راوستل وي. جى ايس ټى کي بدلون راوستل، په پټروليم مصنوعاتو هم کيدای شى ماليه زياته شي، هدفى مراعات به راکمولې کيږى او ترقياتى بجټ کي به هم کمې راوستل کيږي٠"

د پاکستان د خزانې مرکزى وزير محمد اورنګزيب مطبوعاتو ته ويلي دي چې حکومت یې اقتصادي اصلاحاتو ته ژمن دی او دې لړ کي حکومتى خرچې راکمول، ټيکس امدن زیاتول او په زیان کي تلونکې حکومتي ادارې شخصى څانګې ته ورکولو ته مهموالی ورکوي.

څيړونکي وايي، د وفاقى حکومت موجوده مالي حالت غير دوامداره دی او ورته راتلونکو پورونه کمولو او د موجوده قرضو ورکولو د پاره د ټيکس محصولاتو زياتولو سخت ضرورت دې خو د بده مرغه شتمنه ډلې هرکال د کهربونو روپو مراعات يا اسانتياوې اخستلو کي بريالې شي او د دي ټول پيټې بيا په عام ولس باندې واچول شي.

د دوى په وينا که حکومت چرې د اؽى ايه ايف په پروګرام کي پاتي کېدل غواړي نو ورته به خپل ټيکس امدن زیاتول او د مراعاتو ختمول وي.

د مالى چارو کار پوه شهريار بټ ډیوې ته وویل،

"د پاکستان اقتصادي ستونزې په نيزدو کي کميدل نه ليدلې کيږي که حکومت د آی ايم ايف په پروګرام کي وي نو ورته به رعايتونه ختمول وي، ټيکس امدن به سيوا کول وي خو دي دپاره حکومت سره نوى لارې نشته او ورته به دي لړ کي نوي ټيکسونه لګول وي٠"

شهريار بټ زياته کړه راتلونکى مالى کال کى به پاکستان ته درنې بهرنۍ قرضې ورکول وي او د سود د زياتې شرحه له وجې بهرنۍ او کورنۍ قرضې ډيرې زياتې شوي دي او ولس له يو مشکل صورتحال سره مخامخ دي.

څيړونکي او اقتصاد پوهان ګڼي چې هيواد له موجوده اقتصادى ستونزو څخه راویستلو د پاره تر ټولو مهم کار په بجټ خساره قابو موندلو د پاره د ټيکس يو شفاف نظام راوستل، شتمنه ډلې د ټيکس د جال لاندې راوستل، کاروبار دوست ماحول پيدا کول، د بهرنۍ سرمايه کارۍ په لار کي پراته خنډان ختمول، برامدات زياتولو ته هدف ايښودل او د ډيجيټل ټيکنالوجۍ او انساني پرمختيا ته پاملرنه ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG