لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي زر به له هیواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شي


پاکستان د شورو- چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له قانوني اسنادو پرته هیچا ته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکول کېږي او ډېر ژر به د افغان کډوالو د بېرته ستنولو دویم پړاو پیل شي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا اعلان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي انډریکا رتوتي په مشرۍ د ملګرو ملتونو له یو پلاوي سره د کتنې پر مهال وکړ.

پاکستاني چارواکو د تېر کال په پای کې د غېرقانوني کډوالو د ایستلو مهم هغه وخت پېل کړی وو چې په هېواد کې د وسلوالو ترهګر بریدونه زیات شوي وو. دوی تور پورې کړی وو چې علت یې پاکستان کې د غېرقانوني افغانانو موجودګي او د افغانانو په منځ کې اوسېدونکي توندروه کسان دي. ددې ترڅنګ یې د پاکستان پرېوتی اقتصادي حالت هم یاد کړی وو.

خو د پاکستان حکومت ددې نه وړاندې د غېرقانونه کډوالو د ایستلو په اړه ټولې نیوکې رد کړې دي او وايي ددې مهم هدف کوم خاص قوم نه دی او وايي زیاتره افغانان په رضاکارانه توګه واپس روان دي، خو افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستاني چارواکو په دې دعوو پوښتنې راپورته کړې دى.

ښاغلي نقوي چې په کورنیو چارو وزارت کې یې د ملګرو ملتونو د پلاوي هرکلی وکړ، د افغان کډوالو په بیارغونه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د رول پر اړتیا ټینګار وکړ.

وزیر وویل ترهګري یوه نړیواله مسله ده او پاکستان تر ټولو زیات متاثره شوی هیواد دی. ده وويل د پاكستان امنيتي ځواكونو، پوليسو او خلکو د ترهګرۍ په ضد جنګ كې بې مثاله قربانۍ وركړې دي.

ښاغلي نقوي ویلي چې کالعدم تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د دې بریدونو لپاره کاروي، چې باید ودرول شي، خو په کابل واکمن د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې د دوى د هيواد خاوره په يو بل ملک کې د ترهګر بريدونو د پاره کارول کيږي او وایي ترهګري او توندروي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او بايد دوى یې پخپله حل کړي.

وزیر راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د قانوني اسناد لرونکو کسانو پر وړاندې به هېڅ ډول اقدام نه کېږي.

انډریکا رتوتي د افغان کډوالو او د دوحې د خبرو اترو په اړه د پاکستان د رول ستاینه وکړه. هغه وویل چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو د دایمي بیارغونې لپاره له افغان حکومت سره له نیزدې کار کوي.

د کورنيو چارو وزارت یوه چارواکي ډان اخبار ته وویل، هغه افغانان چې ورته د افغان سټيزن کارډونه (اې سي سي) ورکړل شوي وو، د بهرنیانو د ویستلو د کمپاین په دویم پړاو کې به بیرته راستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر د معلوماتو له مخې په پاکستان کې دا وخت 2.8 میلینه اسناد لرونکي افغان کډوال ژوند کوي.

په دې کې 1.3 میلین هغه کډوال شامل دي چې د 2006 او 2007م کلونو د سرشمیرنې سره سم د رجسټریشن ثبوت (پي او آر) کارډونه لري او همدارنګه 880,000 اضافي کډوال چې په 2017 کې د رجسټریشن کمپاین وروسته افغان سټیزن کارډونه ورکړل شوي وو.

د 2021 په اګست کې واک ته د طالبانو بیرته راستنیدو وروسته پاکستان ته د افغانانو یوه بله څپه را پیل شوه، چارواکو د دوی شمیر د 600,000 او 800,000 ترمنځ ښودلی، ځینې یې د اعتبار وړ سفري اسناد لري، خو له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

پاکستان د تېر کال په نومبر کې د "بې اسناده بهرنیانو" په نوم د کډوالو د بېرته ستنولو لومړی پړاو پیل کړ چې پکې خواو شا اوه لکه کډوال خپل ملک ته ستانه کړی شوي وو.

د ملګرو ملتونو د خپلواکه کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان څخه په لویه کچه د بې اسناده افغان کډولو په ویستل کېدو اندېښنې څرګندې کړې او غوښتنه یې کړې چې په کډوالو کې کمزورو خلکو ته ورپېښو ستونزو ته دې پام وکړي.

په جنېوا کې د یو انلاین خبري‌ کانفرنس په وخت د ملګرو ملتونو د نسلي امتیاز د ختمولو کمیټۍ د پاکستان په اړه په جایزه رپورټ کې ویلي دي چې دوی د پاکستان نه د غېر قانوني بهرنیانو په لویه کچه وېستل کېدو په منصوبه پرېشانه دي.

د کمېټۍ مشر مېچل بالسرزاک ویلي چې په مجموعي توګه تر اووه لکه پورې افغانان له پاکستانه ویستل شوي او افغانستان ته په بیرته لېږلو مجبوره کړی شوي دي چې یواځې د اپریل نه تر جون پورې پکې یو لاک او یوزر کسان شامل دي‌.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره های کمشنر وايي پاکستان د عالمي کنونشن فریق نه دی او د کډوالو د تحفظ لپاره یې کوم څه قانون سازي نه ده کړې او نه یې د بهرنیو وګړو د حیثیت لپاره کوم طریقه کار جوړ کړی.

تیره میاشت پاکستان په هېواد کې دننه د 1.4 میلینه افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر 2025 پورې وغځوله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG