لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزارت وایي، سوات ته د خارجي سفیرانو د وروستي ډله ییز سفر نه خبر نه و


د پاکستان د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت/پنجشنبې په ورځ وويل چې دوى د سپټمبر په 23مه د خيبر پښتونخوا د سوات د سيلګرۍ سيمې مالم جبه ته د بهرنیو سفیرانو د سفر څخه خبر نۀ وؤ، چرته چې هغوی دترهگرۍ په بريد کې بچ شوي وؤ.

ياده دې وي چې د تېرې اوونۍ په پیل کې د مالم جبې په لاره د ډیپلوماټانو قافلې سره تلونکي د پوليس په موټر د چاودنې له امله د امنیتي سکواډ لږ تر لږه یو پولیس افسر ووژل شو او څلور ټپيان شوي ٶو. ټول بهرني سفیران چې د اسلام اباد د تجارت او صنعت اېوان له خوا په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون کړی و، محفوظه پاتې شول او په خوندي توګه اسلام اباد ته ستانه شوي ٶٶ.

تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. او تحريک طالبان پاکستان هم پخپل يو بيان کي مطبوعاتو ته ويلى چې دوى دا بريد نه دی کړی.

د مالاکنډ د پولیسو ډیپټي انسپکٹر جنرل محمد علي ګنډاپور له مخې، په قافله کي د بوسنیا، روس، ویتنام، ایتھوپیا روانډا، زمبابوې، انډونیشیا ازبکستان، ترکمانستان، قازقستان اور پرتگال سفيران شامل وو.

خو دې پېښې د امنیتي تدابیرو په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې. د خیبرپښتونخوا حکومت ادعا کړې چې هغې سیمې ته د بهرنیو ډیپلوماټانو د سفر په اړه ورته معلومات نه دي ورکړل شوي چې یو وخت د ترهګرۍ مرکز و.

په هفته واره خبري غونډه کي د خارجه دفتر له وياندې نه د پېښې، پروټوکول او د خارجه وزارت د کردار په اړه يو شمير پوښتنې وشوې.

هغې وويل، پاکستان د سپټمبر د ٢٣مې پېښې غندنه کوي او امنيتي ادارې په دې اړه پلټنې کوي.

"د سپټمبر د 23مې نېټې د دې ځانګړې پیښې په اړه، دا یو سفر و چې د اسلام آباد د تجارت او صنعت د چمبر لخوا تنظیم شوی و، نه د بهرنیو چارو وزارت یا کومې حکومتي ادارې لخوا."

هغې زیاته کړه: "موږ د اړوندو اشخاصو لخوا ترسره شوي نیمګړتیاوې په جدي ډول په پام کې نیولي دي، په شمول د دوی د بهرنیو چارو وزارت ته د داسې د لوړې کچې په تنظیم کولو کې د دوی پاتې راتلل."

ممتاز زهرا بلوچ خبر يالانو ته وويل ، "موږ د لارښوونو د جوړولو په پروسه کې هم یو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دا ډول پیښې بیا تکرار نشي. نایب وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار د ښکیلو هیوادونو له سفیرانو او د مامورینو له رئیسانو سره یې لیدلي دي. او هغوي ته یې ډاډ ورکړی چې پاکستان به د دې پیښې په اړه بشپړ پلټنه وکړي او د دوی بشپړ خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره به طريقه کار تنظیم کړي."

هغې زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا صوبې ته د کوم ډیپلوماټ د سفر په اړه هم طريقه کار موجود دي.

زهرا بلوچ وویل، "موږ داخلي پلټنې ترسره کړې، او دې پایلې ته رسیدلي چې تر هغه ځایه چې د بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري، ټول پروتوکولونه تعقیب شوي."

هغې وویل، "په دې کې د هغو سفیرانو د سفر په اړه معلومات شامل دي چې د خېبرپښتونخوا صوبې ته د خپل سفر په اړه یې د بهرنیو چارو له وزارت سره په انفرادي ډول تماس نیولی ٶو. دا معلومات د خیبرپښتونخوا حکومت سره په لیکلي ډول شریک شوي، او موږ د دې لپاره مستند شواهد لرو."

د دې غونډې په اړه چې د چيمبر اف کامرس يا سوداګرۍ خونې لخوا تنظیم شوې وه، د غونډې جزئیات د سوداګرۍ خونې لخوا د بهرنیو چارو وزارت سره ندي شریک شوي، چې دومره ډیر سفیران به پکښي ګډون کوي، موږ د دې په اړه د خبرو اترو او داخلي بحثونو په حال کې یو چې څه پېښ شوي او د راتلونکي لپاره دا څنګه حل کړو.

هغې، سره له دې، وویل چې پاکستان ژمن دی چې هر ډیپلومات ته چې په پاکستان کې وي بشپړ امنیت چمتو کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG