لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک: چین پاکستان ته قرض ورکوونکی تر ټولو لوی ملک دی


څيړونکي واؽى پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادى ستونزو کي انښتې دې، د هيواد کورنۍ او بهرنۍ قرضې خطرناک حد ته رسيدلې او حکومت ته به نه صرف ټيکس امدن سيوا کول وى بلکه مراعات ختمول او حکومتى خرچې راکمولو سره به ورته خپل برامدات هم سيوا کول وي
څيړونکي واؽى پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادى ستونزو کي انښتې دې، د هيواد کورنۍ او بهرنۍ قرضې خطرناک حد ته رسيدلې او حکومت ته به نه صرف ټيکس امدن سيوا کول وى بلکه مراعات ختمول او حکومتى خرچې راکمولو سره به ورته خپل برامدات هم سيوا کول وي

چین د نږدې 30 ارب ډالرو پورونو سره د پاکستان تر ټولو لوی پور ورکوونکی هېواد ګرځېدلی دی
او د نړیوال بينک د رپورټ له مخې پاکستان، چې څه د پاسه ۲۴ کروړه ابادى لري، سږکال د نړیوالې مالياتي ادارې، ايي ايم ايف د درېو تر ټولو ستر پور اخیستونکو هېوادونو په ډله کې هم شامل دی.

څېړونکي وايي د پاکستان حکومت د دي قرضو د ستنولو صلاحيت نه لري.

د رپورټ له مخې، په کال 2023 م کي د پاکستان ټول مجموعى بهرنی پور( د اؽى ايم ايف په ګډون) 130.85 ارب ډالر و چې پکي د چین برخه شاوخوا 29 ارب ډالر، د نړیوال بينک 22.55 ارب ډالر او د آسیا پرمختیایي بينک .63 ٠ 19 ارب ډالر جوړيږي.

په دواړه خيزه قرضو کي سعودى عربستان تر ټولو زياتي نهه اربا ډالره پاکستان ته ورکړي دي.

د نړیوال بينک د نړیوال پور رپورټ ، چې د نهې، سه شنبې په ورځ خور شو، څرګندوي چې د پاکستان د پور او صادراتو او د پور او ټيکس امدن ترمنځ لوړې کچې نسبت د دې هېواد مالي وضعیت کمزوری کړی دی.

نړيوال بينک خبردارې ورکړې چې د پورونو د زياتوالي وجه د پاکستان کمزورې مالي وضعيت دې٠

خبريال او څيړونکی ثنا الله خان وايي "د پاکستان تر ټولو لويه ستونزه بهرني پورونه دي او په يو يو کال کي ورته د شلو نه تر پنځويشټ اربا ډالرو قرضې او سود ستنول وى، خو د خرابې اقتصادى وضعې او تګ لارو له وجې نه خو زمونږ ټيکس امدن سيوا کيداؽى شي او نه برامدات ، او قرض اخستلو ته مجبورا يو"

ثنا الله زياته کړه د نړۍ ټول کاروبار اواقتصاد د قرضو په راکړه ورکړه چليږى خو د پاکستان قرضې دوامداره نه دي او هغه ځکه چې حکومت د دي پورونو د ستنولو صلاحيت نه لري.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

نوموړي وويل د هيواد د کل ټيکس امدن کي غټه برخه په دي قرضو کي لاړه شي او صرف د روان مالى کال د ايف بى ار د دولس زره اربا روپو ټيکس امدن حدف کى نهه نيم زره ارب خو صرف د قرضو او په دي باندي سود ورکولو ته ايښودې شوي دي او د دفاعي بجټ ا و حکومتي خرچو وروسته ډيرى کمې پپسې د پرمختيا ؽى کارونو ته پاتي شي.

څيړونکي واؽى که څه هم حکومت د اؽى ايم ايف سره د اوه اربا ډالرو پور لوظنامه کي خو بريالې شو او دا تاثر ورکوى چې اقتصادى بحالى شروع شوې ده خو تر دي دمه د ونډو بازار نه پرته بله يوه اشاريه هم داسې نه ښکاري چې ګني په حقيقت کي اقتصادى بيا رغونه روانه ده.

د اقتصادي چارو خبریال ذيشان حيدر وايي "دا يو کمزورې ايتلافى حکومت دې، او دا وخت سياسى بي ثباتي ډيره زياته ده، په ټيکس امدن کي اضافه نه کيږي، د پراؽيويټاؽزيشن عمل په ځاؽ ولاړدې او بهرنؽ او کورانۍ پانګونې د نيش برابر دى>"

ذيشان حيدر وويل د پاکستان تر ټولو غټه خرچه دا وخت د قرضو ستنول او سود دې او پاکستان هغه وخت دا دي ستونزى څخه راوتلې شي چې د تيکس امدن او خرچو کي فرق د کم نه کم کړي او د دي حل دا دې چې يا خو خپلى قرضې راکمې کړي او يا خپل ټيکس امدن سيوا کړي خو دا دواړه په نظر نه راځي.

څيړونکي واؽى پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادى ستونزو کي انښتې دې، د هيواد کورنۍ او بهرنۍ قرضې خطرناک حد ته رسيدلې او حکومت ته به نه صرف ټيکس امدن سيوا کول وى بلکه مراعات ختمول او حکومتى خرچې راکمولو سره به ورته خپل برامدات هم سيوا کول وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG