لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورنګزېب: حکومت د هر سېکټر څخه د ټېکس اخستو پرېکړه کړې


د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د اتوار،یکشنبې په ورځ ويلي، حکومت پریکړه کړې چې د هر سېکټر يا څانګې څخه به ټېکس يا ماليه اخلي، چې پکې د ځمکو کاروبارکونکي، واړه او غټ دوکانداران او د کرکيلې څانګې شاملې دى، يادو څانګو تر دې دمه د ماليې څخه ډډه کوله.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د خزانې وزير محمد اورنګزېب ویلي، تېره اوونۍ یې د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اې] د عملې سره غېر ټاکل شوې ليدنه کې د اووه اربه ډالرو په بېل اوټ پېکج اصلاحاتي ايجنډا باندې خبرې کړي، او ويلي یې دي نوی ټېکس به نه لګول کيږي.

په اسلام‌آباد کې دا خبرې د آی اېم اېف لخوا د پور د پروګرام منظورېدو وروسته په شپږو اوونيو کې دننه شوي دي، او دا یوه غیر معمولي چاره ګڼل کېږي، ځکه چې د قرض د پروګرام پلان ته د بیاکتنې نه وړاندې په اصلاحاتو خبرې نااشنا وي.

د پاکستان د اصلاحاتو لومړۍ بیاکتنه د 2025م په لومړو درېو مياشتو کې ټاکل شوې ده.

دخزانې وزير ويلي، د پاکستان په سفر راغلي د آی اېم اېف عملې سره یې مثبتې خبرې شوي، او حکومت د ټېکس، د انرژۍ څانګو او حکومتى ادارو کې اصلاحات کولو او حکومتي ادارو شخصي څانګې ته ورکولو کی سنجيده دی.

نوموړي ويلي،حکومت به د کرکيلې څانګې ، د توک او پرچون دوکاندارانو او د ځمکو کاروبارکونکو څخه په هر حال کې ټېکس اخلي.

خبريال او څيړونکی ذيشان حېدر وايي،"د ټولو نه غټ چيلنج دا وخت د حکومت لپاره خپل ټېکس امدن سېوا کول دي او د پاکستان په سفر راغلي د آی اې اېم ډلې ته پاکستاني چارواکو باور ورکړی چې د صوبو په مرسته سره به خپل ټېکس امدن سيوا کوي او هغه ډلې به هم د ټېکس په جال کي راولي چې تر اوسه یې ټېکس نه ورکولو".

ذيشان حيدر زياته کړه د روان مالى کال په لومړو درېو مياشتو کې حکومت ته د 190 اربه روپو د ټېکس د کمي سره مخ وو، خو حکومت ته به خپل ټېکس امدن سيوا کول وي او ورته به سختي هم کول وي چې د ټېکس خپل اهداف ترلاسه کړي، دا د حکومت لپاره يو سخت وخت دی او هغه ګڼي چې آي اېم اېف به دې حوالې سره هيڅ جوړ جاړی ونه کړي.

د خزانې وزير ويلي، د حکومت لپاره اوس دا ممکن نه ده چې يواځې په تنخاداره طبقه او کارخانه دارو باندې د ټېکس پېټی نور سېوا کړي، هغه ويلي، هر يو شتمن تن او څانګې ته به ټېکس ورکول وي.

خبريال او څيړونکی مهتاب حېدر وايي، " د آی اېم ايف نه ترلاسه شوي پور د کاميابۍ انحصار په دې دی چې پاکستان ځان د پور دې پروګرام سره وتړي، د اقتصادي اصلاحاتو پروګرام عملي کړي او په کاميابۍ سره د اووه اربه ډالرو د پور دا پروګرام سر ته ورسوي چې اقتصاد کې راغلی استحکام اوس د اقتصادي ودې په لور لاړ شي".

د خزانې وزير د څلورو واړو صوبو د اعلا وزيرانو ستاينه کړې، چې د ټېکس امدن سېوا کولو او د کرکيلي يا زراعتو په برخه یې د ټېکس لګولو کې مرسته ښکاره کړې ده.

وزیر همدارنګه د یو ملي "چاپیریالي منشور" غوښتنه کړې چې د موسمي بدلون، د ماشومانو خوارځواکي، او د نفوس د زیاتوالي په څېر مخ په زیاتیدونکو چېلنجونو سره د مقابلې لپاره ګامونه پورته کړي.

پاکستان د نړۍ په هغو هيوادونو کى شامل دی چرته چې ټېکس ټو جي ډى پي شرح يا کل مجموعى امدن کې د ټېکس برخه يواځې لس فيصده ده، او زياته برخه یې د تنخاداره طبقې ده.

څيړونکى وايي، د اقتصادي ستونزو او درنو قرضو څخه راوتلو لپاره به پاکستان ته خپل د ټېکس يا ماليې نظام ښه او پراخه کول وي او دا کار پاکستان ته د آی اېم اېف په وينا نه، بلکې په خپل کول پکار دي.

پاکستان ته به راتلونکو درېو کلونو کې هرکال خواوشا 25 ارب ډالره د بهرنيو قرضو او خپلې بهرنۍ خسارې پوره کولو دپاره پکار وي.

په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شامل کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG