لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر ګاونډیو هیوادونو سره په محدود تجارت اندېښنه ښودلې


د کال ۲۰۱۱ په دې تصویر کې په غنمو بار یوټرک د واهګه دلارې پاکستان ته داخلېږي. څېړونکي وايي د تاوتریخوالي باوجود پکار ده چې پاکستان د هندوستان سره تجارتي تعلقات ولري
د کال ۲۰۱۱ په دې تصویر کې په غنمو بار یوټرک د واهګه دلارې پاکستان ته داخلېږي. څېړونکي وايي د تاوتریخوالي باوجود پکار ده چې پاکستان د هندوستان سره تجارتي تعلقات ولري

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د ګاونډیو هیوادونو سره د محدود تجارت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او وایي"د خپلو ګاونډیانو سره تجارت نه کول معنا نلري."

څېړونکي وایي تر کومې پورې چې پاکستان سيمه ايز تجارت ته وده نه وي ورکړي اقتصاد یې د موجوده ستونزو څخه نه شي راوتلی.

مطبوعاتو سره خبرو کي محمد اورنګزيب ویلي د ګاونډي هیوادونو سره د تجارت په اړه سیاسي او جیوپولیټیک بحثونه د هغه له وسه بهر دي.

نوموړى ویلي پاکستان هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخه کړي.

هغه ویلي د پاکستان لخوا د شانګهاي همکارۍ سازمان کي شامليدل او د برکس د غړیتوب ترلاسه کول د اقتصادي اؤ تجارتي پیاوړتیا په لوري د پاکستان مهم پرمختګونه دي.

څېړونکي باور لري چې د پاکستان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې د هېواد برامدات د 30 اربه ډالرو په شاوخوا کې بند پاتې دي او په راتلونکو دريوؤ کلونو کې هر کال به ورته د 24 نه 25 اربه ډالرو پورې د پورونو بېرته ستنول ورپغاړه وي.

د اقتصاد پوهانو په اند د اقتصاد د بیا رغونې او برامداتو زیاتولو لپاره په سیمه‌ ایزه کچه سوداګرۍ زیاتول ډېر مهم دي.

خبريال او څيړونکی ثنا الله خان ډیوه سره خبرو کې وایي،زموږ برامدات په 30 اربه ډالره ولاړ دي او دا هله زياتيدای شي کله چې پاکستان سيمه ايز تجارت ته وده ورکړي.

د هغه په خبره " زمونږ سيمه ايز تجارت په مشرقي او مغربي پولو تقريبآ بند دي، هند سره خو د سياسي شخړې له وجې تجارت نه کيږي خو ايران او افغانستان سره هم زمونږ تجارت د نيشت برابر دی"

ثنا الله زياته کړه پاکستان ته به سيمه ايز تجارت کې مخې ته پرتې ستونزې حل کول وي او هند سره د سياسي مسلو باوجود به د تجارت په لور تلل وي.

ځينې څيړونکي او اقتصاد پوهان ګڼي که چيرې پاکستان خپل تجارت د سياست نه رابهر کړو او سيمه ایز تجارت ته یې ارزښت ورکړو نو اقتصاد یې د موجوده ستونزو څخه راوتلی او غټو اقتصادي هيوادونو کي شامليدای شي.

د اقتصادي چارو خبريال شمس عباسي ډيوه ته وایي"اقتصاد پوهانو وړاندوینه کړې ده که چرې پاکستان خپلې تجارتي اړيکې په سيمه کي د هند، ايران اؤ افغانستان پشمول د مرکزي اسيایي هيوادونو سره سيوا کړي اقتصاد یې غټ پرمختګ کولې شي.

د هغه په وینا "ددې غټ مثالونه اروپاي اتحاد او اسيان دي خو سارک دي حوالې سره ويشلی ليدل کيږي"

تاجران او کاروباریان وایي د پاکستان مجموعي تجارت کې سيمه ايز تجارت د پنځه فیصدي نه هم کم دی ، بل پلو په نړۍ کۍ د سيمه ایزو هيوادونو ترمنځ تجارت د 50 سلنه نه هم زيات دی.

د دوى وينا ده که سياست د تجارت نه لرى کړی شو نو سيمه ایز تجارت به ګټه ومومي٠

د سرحد چيمبر اف کامرس اينډ انډسټريز پخوانی مرستيال صدر ښاغلی زاهد شینواری ډیوه سره خبرو کې وایي "د چين د 23 يا 24 اربه ډالره دواړه خيزه تجارت نه علاوه ايران سره زمونږ تجارت 500 او 600 ملين ډالره دی او د افغانستان سره هم د يو ارب ډالره نه ښکته راغلی دی او هند سره خو د تجارتي بنديز له وجې د 300 میلينه ډالره نه هم ښکته راغلی دی"

زاهد شنواري زياته کړه چې څنګه ويړيا تجارتي تړون پاکستان د چين سره کړی دی، باوجود ددي چې هغه د پاکستان په تاوان دی، نو هم دا شان تړون ورته د ايران او افغانستان سره هم کول پکار دی.

د رپوټونو له مخې،د پولې د شخړې باوجود د هند او چين دوه اړخیزه خيزه تجارت دا وخت د سل اربو ډالرو څخه اوښتی دی او هم دا شان د چين اوتایوان تر منځه هم زړه سياسي شخړه شتون لري خو دوه اړخیزه تجارت یې دا وخت د 267 اربه ډالرو څخه زيات دی.

خو بلخوا د نړۍ د ابادۍ 21 فىصدي باندى مشتمل سارک يا د سویلي اسيایي هيوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تجارت یوازې 23 اربه ډالره دې.

همدا شان دا مهال د سویلي ختیځو هيوادونو يا اسيان ترمنځ دوه اړخیزه تجارت 3.8 ټريلين ډالرو ته رسيدلی دی.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG