اوکراين او اتحاديانو يې د روس هغه ميزايل بريد غندل چې د اوکراين په رېلوی سټېشن يې کړی چرته چې ګڼه ګوڼه وي، په روس د دغه وژنو تور لګول شوی دی.
د اوکراين د رېلوی چارواکو ويلي، په دغه بريد کې د پينځه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 52 کسان وژل شوي او 87 ژوبل شوي دي.
ويل شوي دغه رېلوی سټېشن چې د اوکراين په ختيځ کې دی دغه سټېشن خلک د بهر وتلو دپاره کاروي.
د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي دغه بريد ته په عامو خلکو په ارادې سره شوی دی، او په نخښه کړی شوي دي.
زيلنسکي ويلي، د روس پوځ د جګړې په مېدان کې زمونږ په وړاندې نه ودريږي او د عامو خلکو ابادي تباه کوي.
د امریکې صدر جوبايډن دغه بريد ته د روس لخوا ترسره شوی وحشي بريد ويل شوی دی.
او د برتانيې د دفاع وزير بېن والس ویلي، د عامو خلکو په ابادۍ او مهمو ځايونو بريدونه جنګي جرم دی.
ملګرو ملتونو په رېلوی سټېشن بريد په اړه ويلي، دا د منلو وړ نه دی، دا د بشري نړيوالو قوانينو او سرغړونه ده، د برید کوونکو سره دې حساب وشي.
د عدليې فېصله مو ومنله، خو مخالفه ګوندونه ولې عدالت ته لاړه او عدالت ولې سوموټو نوټس واخستو، د دې پس منظر دی.
ملګرو ملتونو بيا دغه غوښتنه تکرار کړې، چې دغه وحشي جګړې ته دې د پای ټکی کښېودل شي.