لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د چاغي په صحرا کې امنیتي ځواکونو پرېیښي 200 ډرایوران د مرګ او ژوند تر منځ دي


کوټه / واشنګټن ــــ د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوچستان په چاغي سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډزو د یو ډرېور وژل کېدل او بیا د هغه د وژنې په ضد احتجاج کوونکي په لسګونو ډرېوران له خپلو موټرو بې برخې کول او په صحرا کې پرېښوول غندلي او له صوبایي حکومته یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان د چاغي سيمې دوه سوه ته نیژدې ډرایوران له تېرو درو ورځو په خوشې بيديا کې لادرکه دي، ځايي خلک او د ډرېورانو کورنۍ اندېښمنې دې او وايي که هغه ونه ژغورل شي له مرګ سره به مخامخ شي.

ایچ آر سي پي د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د ډرایور وژنه «غیرعدالتي» بللې او په دې پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د پېژندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه یې کړې ده:

"د رپوټونو له مخې امنیتي ځواکونو له ګڼ شمېر موټرچلوونکو- چې د پولې پورې غاړې ته یې سامانونه وړل- موټر اخیستي او په صحرا کې یې پرېیښي چې ځانونه وژغوري. ډېر یې لا هم نه دی پیدا شوي، دا پېښه د بنیادي انساني او د ژوند د حقونو په وړاندې وحشت او کرکه ښکاره کوي".

د سيمې ځايي خبريال علي رضا رِند وي او اې ډيوه ته وويل دا پېښه د اپرېل پر 14مه شوې ده، چې ځايي ډرايورانو د افغانستان له نيمروزه مالونه راوړل خو پاکستاني ځواکونو پر پوله له اوښتو منع کړي وو.

رضا وایي‌ يو ډرايور ته چې عسکرو د درېدلو اشاره کړې وه، هغه موټر نه وو درولی، چې بيا وروسته ځواکونو ورباندې ډزې کړې او هغه وژل شوی وو.

د رضا په وینا د ډرایور د وژنې په ضد وروسته احتجاج شوی وو، خو بيا د ضلعي چارواکو او مظاهره چیانو تر منځ له خبرو اترو وروسته احتجاج ختم شو. رضا وایي دغه ډرایوران په دښته کې پرېښوول شوي دي:

"امنيتي ځواکونو ل د هغوی د موټر بېټرۍ ايستلې او د هغوی د موټرانو په رېډيټرانو کې يې رېت اچولی، هغه سيمه ډېره لرې ده، ډرایوران په پښو تګ ته اړ شوي دي، ځيني بې هوشه شوي هم دي".

د بلوچستان د چاغي سيمې اوسېدونکی حبيب وايي، ويره لري چې د افغانستان له پولې سره نیژدې د نوکنډي سيمې په صحرا کې پرېښوول شوي ډرایوران له تندې او لوږې مړه نه شي.

حبيب وي او اې ډیوه ته وویل دا هغه احتجاجي موټر چلوونکي دي، چې د پاکستاني عسکرو يې موټران له کاره ايستلي او دوی ته ويل شوي چې پياده پر صحرا تر نوکنډي پورې مزل وکړي. حبیب وایي‌ د ډرايورانو شمېر دوه سوه ته نیژدې دی:

"کوم کسان چې دوی په بيديا کې پرېيښي د هغو هيڅ درک نه دی معلوم چې مړه دي که ژوندي، ځکه چې هلته د موبايل سګنل نشته. د ورکو ډرايورانو خپلوان يادې سيمې ته تللي دي، خو تر اوسه يې هيڅ درک نه دی معلوم. په ورکو کسانو کې څو کسان راغلي خو نور لاهم ورک دي".

حبيب زياتوي چې دا سيمه ډېره پراخه او لاره هم اوږده ده، ځکه دوی وېره لري چې ورک ډرايوران مړه نه شي. د ده په وینا د دالبندين او نوکنډي ترمنځ د درېو ساعتونو لاره او بيا تر افغان سرحد پورې پینځه ساعته لاره ده:

"دا د موټر مزل دومره دی، پياده کسانو به څومره وخت اخلي چې رارسېږي. هغه خلک تږي دي په پښو راروان دي، د ژوندي پاتې کېدلو يو امکان يې هم نه ليدل کېږي".

پر ټولنیزو رسنیو ځينې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي چې پکې ښکاري څه کسان پر یوه وچه صحرا پراته دي او داسې معلومېږي چې هغه مړه شوي دي. خبریال علي رضا وایي:

"د لېويز له چارواکو سره زموږ خبره شوې ده، هغه وايي پینځلس ډرایوران یې موندلي دي او په خوندي توګه يې نوکنډي ته رارسولي دي او د نورو خلکو کوم درک نه شته چې هغه په کوم حال کې دي او چېرې دي".

په دې اړه مو د چاغي له دپټي کميشنر منصور بلوچ، مرستيال کميشنر ظهور احمد او تحصيلدار محمد هاش کُرد سره د ټیليفون له لارې تماس نيولو هڅه وکړه، خو د رپورټ تر جوړولو پورې یې ځواب ونه وايه. د بلوچستان حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورکو ډرايورانو کورنیو او ځايي سياسي ګوندونو پر ياده پېښه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته غواړي چې د ډرايورانو د خونديتوب لپاره دې جدي ګامونه واخلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG