په داسې حال کې چې روس د اوکراين په مارېپول ښار نوي بریدونه پېل کړي، د امریکې صدر جوبايډن په اوکراين د روس د تازه حملو د جاج اخستو په اړه د خپل لوړ پوړي مشرتابه سره ليدلي دي.
ويل شوي د ليدنې نه وړاندې بايډن په سپينه ماڼۍ کې پوځي مشرتابه ته ويلي چې هغه دوی اورېدل غواړي چې په مېدان کې د دوی پوځ په کوم ځای ويني.
صدر ویلي، په نړۍ کې سټراټيجيکي بدلون په تېزۍ سره کيږي د دې مطلب دا دی چې دوی له هم دومره په تېزۍ سره متحرک کېدل پکار دي.
ويل شوي د صدر سره د دفاع وزير لوېډ اسټن، د ګډو ځواکونو مشر(جواينټ چيفس اف سټاف) مارک ميلی، او نورو ګڼو لوړ پوړو پوځي مشرانو او سلاکارانو ليدلي دي.
بل لور ته امریکې د شورو/ چهارشنبې په ورځ د روس په نورو ګڼو کسانو بندېزونه لګولي دي.
د جي-20 نه واک اوټ
بل لور ته امریکا، کېنېډا و برتانيې د نړۍ د 20 غټو معيشيتونو د غونډې نه احتجاجا واک اوټ کړی دی، ځکه چې په واشنګټن کې کېدونکې دغه غونډه کې روس د ګډون اجازه ورکړی شوې وه.
امریکې او د جي-20 نورو غړو د غونډې د مشري کوونکي هيواد انډونيشيا نه غوښتي وو چې روس ته اجازه ورنه کړي ځکه چې په اوکراين يې حمله کړې ده.
په جي-20 کې شاملو غټو هيوادونو کې امریکا، برتانيه، فرانس، جرمني، جاپان او کېنېډا د روس غندنه کړې چې په اوکراين يې بريد پېل کړی دی او په روس يې اقتصادي بندېزونه هم لګولي دي.
خو بل لور د جي-20 په ډله کې شاملو نورو هيوادونو دغه شان نه دي کړي، چې پکې چين، انډونيشيا، هند او جنوبي افريقا شامل دي.