لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: عمران خان د امریکا نوم د سياسي ګټو دپاره کاروي


پاکستان کې د بې باورۍ تحریک په نتیجه کې د عمران خان حکومت ختمیدو پس، هغه اوس هم د حکومت بدلون تور په امریکې لګوي خو څیړونکي وايي عمران خان او د دې ګوند غړي په دې پوهه دي چې د حکومت ختمېدو علت يې څه وو؟، خو دا جرات نه لري په ښکاره خپلې غلطۍ ومني.

امریکې او پاکستان قامي سلامتیه کمېتې هم د عمران خان دغه تورونه رد کړې دي.

پاکستان تحریک انصاف حکومت پرضد مارچ په میاشت کې د مخالفو ګوندونو لخوا د بې باورۍ پریکړې جمع کیدو سمدستي پس پاکستان تحریک انصاف په امریکې دا تورونه لګول شروع کړل چې امریکا نه غواړي د تحریک انصاف حکومت پاتې شي.

خو وروسته د پاکستان تحریک انصاف په حکومت او بیا موجوده د اتحادي‌ګوندونو په حکومت کې دوه ځلې د قامي سلامتیه کمېټې غونډو کې د عمران خان دغه تورونه رد کړې شول چې ګنې په پاکستان کې د حکومت په بدلون کې د امریکې څه کردار وو.

خو د دې باوجود عمران خان يو ځل بیا په ټویټر لیکلې دي چې د ټولنیز رسنیو هغو جنګیالو مننه کوي چې دلته حکومت بدلون کې د امریکې کردار باندې خبره کوي او دا لومړي صف جنګیالي به دغه کار جاري ساتي.

خو عمران خان چې ورباندې مخالفین دا تور لګوي د اسټبلشمنټ په مرسته یې حکومت جوړ کړی وو ولې په امریکې دا تور لګوي؟ د دې تپوس په ځواب څیړنکار اویس توحید وایي چې په دې ټوله معامله کې مهم کردار یعني امریکې کې د پاکستان پخوانې سفیر اسد مجید خپله هم د قامي سلامتیه کمېتې کې دا خبره رد کړې ده دلته د حکومت په بدلون کې د امریکې څه کردار ووخو عمران خان او د هغه ملګري په امریکې دغه تورونه راتلونکي انتخاباتو کښۍ د سیاسي ګټو او په اسټبلشمنټ باندې فشار زیاتولو د پاره استمالوي.

اویس توحید وایي د خپل حکومت ختمیدو پس عمران خان په پوځ په عدلیې او انتخاباتو په کمیسون هم تنقید کړی دی او ادارو پرضد د تحریک انصاف لخوا د ذاتي‌ګټو د پاره د نفرت خورولو دغه لړۍ به هیواد خانه جنګۍ طرف ته به بوځي.

خبریال عبد الله مومند وایې عمران خان ته هم معلومه ده او امریکې ته هم چې دغه تورونه غلط دي خو عمران خان سره اوس څه نه دي‌پاتې چې هغو نعرو سره بیا اولس ته لاړ شي ځکه د عمران خان د کرپشن نه پاک پاکستان او ځوانانو ته د روزګار وعدې دروغ ثابت شوې نو اوس ځکه دوي د ذاتي سیاسي ګټو د پاره د امریکې پرضد خبرې کوي او په سیاست کې مذهب هم راولي.

عبدالله مومند وایې پاکستان کې همیش سیاست مدارانو د سیاسي ګټو د پاره د امریکې پرضد بیانیه خپله کړې ده يا بیا یې د مذهب نامه استعمال کړې ده.

په عمران خان ناقدین دا تنقید هم کوي که چرې ددوي دا خبره ټیک هم وي چې د امریکې په وینا ددوي حکومت ختم کړې شو نو بیا امریکې ولې تراوسه خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ختم نه کړو؟.

وړاندې يو مرکزي‌وزیر احسن اقبال هم ويلي دي د عمران خان دغه شان بیانونو له وجې د پاکستان امریکې او اروپا سره تعلقات اغېزمن شوي دي.

ناقدین دا هم وايي عمران خان کله د حکومت د بدلون تور په امریکا لګوي کله وايي ادارې ورسره نه وې ولاړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG