لاس رسیدونکی لینک

 
چين په کراچۍ کې د چينايي وګړو وژنه غندلې او سخته اندېښنه یې پرې څرګنده کړې
تازه خبر

چين په کراچۍ کې د چينايي وګړو وژنه غندلې او سخته اندېښنه یې پرې څرګنده کړې


چين د پاکستان په کراچۍ ښار کې په چينايي وګړو ځانمرګی بريد غندلی، په دغه پېښه يې سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دغه پېښه کې چې درې چينايي استازان وژل شوي او بل ژوبل شوی، د پېښې وروسته د چين د بهرنيو چارو وزارت او په پاکستان کې سفارتي مشن فعاله په بېړنۍ توګه فعاله شوی، په چین کې د پاکستان د سفير سره سخته اندېښنه شريکه کړی شوې، د چينايي وګړو د ساتنې او بيا د داسې پېښو نه کېدو غوښتنه يې ترې کړې ده.

چین غوښتنه کړې چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي.

په کراچۍ پوهنتون کې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (26 اپرېل) په يو وېن ځانمرګی بريد شوی، چې پکې په پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې کنفيوشس انسټيټيوټ استازان سواره وو، په بريد کې یو د دغه څانګې مشر او دوه ښځينه استازنې وژل شوې او يو بل استاز ژوبل شوي وو.

بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، دغه بريد د پاکستان او چين په دوستۍ بريد شوی دی، په پوره قوت سره به يې پلټنې کوي، او د چينايي وګړو د امنيت دپاره به بيا د سره جاج اخستلی شي.

په پاکستان کې له دې وړاندې هم چينايي وګړي په نخښه شوي او چين د پاکستان نه د خپلو وګړو د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG