لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشید وایي اسلام اباد ته دپي‌ ټي‌ ایي لاریون خونړی هم کیدای شي


دپاکستان دکورنیو چارو پخواني مرکزي وزیر شیخ رشید ویلي که چرې موجوده حکومت د ۳۱م مئ نه وړاندې د نوؤ انتخاباتو نیټه اعلان نه کړه نو د پاکستان تحریک انصاف اسلام اباد ته لاریون خونړی هم کیدای شي.

خو د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وایي راتلونکې ټولټاکنې د۱۲نه نیولې تر۱۴میاشتو موده کې کیدای شي، هغه وایي حکومت د پاکستان تحریک انصاف پرضد مقدمې نه دي جوړې کړي خو حکومت به ددې مقدمو تحقیقات کوي.

تیره اوونۍ د سعودي عرب مدینه ښار کښې په مسجد نبوي کښې د پاکستان دځینو مرکزي وزیرانو پرضد دنعرو وهل کېدو وروسته د پنجاب قیصل اباد ښار کښې دیو ځایي اوسیدونکي په خواست پولیسو دپخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو مهمو مشرانو پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي دي حکومت ددغه مقدمو په حق کښې نه دی خو څوک دې نه هم نه شي منعې کولی چې د چا مذهبي جذبات مجروحه شوي وي اؤ مقدمه دې هم درج نه کړي.

رانا ثنا الله وايي حکومت په دغه مقدمه کښې فریق نه دی خو ددې تحقیقات به کوي.

پاکستان تحریک انصاف د خپل ګوند د غړو اؤ مشرانو پرضد دغه مقدمه په اسلام اباد هايکورټ کښې چیلنج کړې هم ده اؤ عدالت امر کړی دی چې دتحریک انصاف غړي دې تر هغه وخته نه نیول کیږي ترڅو چې عدالت په دې اړه څه فیصله نه وي کړې.

پاکستان کښې د بشري حقونو خپلواکه کمیسون هم حکومت نه غوښتنه کړې ده چې دمذهب دسيکاوي دغه مقدمې دې بېرته واخلي.

کمیسون وایې دداسې مقدمو له وجې به هیواد کښې تندروه فکر نور هم زیات شي.

ایا په سیاست کښې دمذهب نه استفاده ښه عمل دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې خبریال محمود جان بابر وايي چې پاکستان کښې دمذهب نامه سیاست د پاره استمالیږي خو اوس د تحریک انصاف غړو پرضد د مذهب دسپکاوي دمقدمو به څه ښې نتیجې نه وي.

هغه وایي دلته داسې مثالونه شته چې دغه شان مقدمو کښې نامزد کسان وژل شوي دي اؤ اوس خو د یو تن په خواست مقدمه جوړه شوې ده خو راتلونکي وخت کښې به دغه شان ډیر کسان مخې ته راشي.

بلخوا دکورنیو چاروپخواني وزیر شیخ رشید ویلي دي که چرې موجوده حکومت د ېو دیرشم مئ نه وړاندې نوي انتخابات اعلان نه کړل نو اسلام آباد ته د تخریک انصاف لاریون خونړی هم کیدای شي اؤ بیا به حالات د قابو نه بهر وي.

پخواني وزیر دا هم ویلې دي که چرې عمران خان ورته اجازه ورکړه نو دوي ادارو سره خبرو ته هم تیار دي خو وړومبی به حکومت د نوو انتخاباتو اعلان کوي.

دعمران خان سیاسي مخالفین په هغه تور لګوي چې حکومت یې د پوځ په مرسته جوړ کړی ؤ او اوس ناقدین وایي پوځ عمران خان نه لاس پورته کړی دی ځکه دهغه پرضد د بې باورۍ تحریک کامیاب شو.

خو پوځ مدام داسې تورونه رد کړي دي اؤ وایي دسیاست سره هیڅ کار نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG