لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي:‌ د بلوچستان او پښتونخوا د ګډې سیمې شېراني په قيمتي ځنګلونو لګېدلی اور له قابو وتلی


عکس د سوشل مېډیا دی.
عکس د سوشل مېډیا دی.

کوټه ـــ د بلوچستان د شېراني سيمې په قيمتي ځنګلونو لګېدلی اور له قابو وتلی، په اور کې ګېر درې تنه په ټپي حالت کې ژغورل شوي، درې نور لا ورک دي، حکومت د اور وژنې لپاره له هيليکاپټره کار اخيستل پېل کړی، خو وايي چې اور زيات دی خاص ګټه به ونه لري.

د ږوب ډيويژن کميشنر بشير بازي وي او اې ډيوه ته وويل، د شېراني په يونين کونسل «سورلکي استشي» په «شرغلي» سيمه کې د دوشنبې- ګل په ماښام د زيات اور لګېدو له امله هلته اووه تنه ګېر شوي وو چې درې په ټپي حالت کې ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو عمليات روان دي.

د سيمې د اوسېدونکو په خبره بند پاتې خلک هلته د قيمتي ونو د خونديتوب او اور وژنې لپاره هلته ځانونه رسولي وو خو د زيات اور له کبله بند پاتې شول.

د ملک عبدالستار شېراني په خبره "زياته ويره ده چې هلته بند پاته خلک ژوندي وسوځول شي او ژوند وبایلي، د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف، آرمي چيف، مرکزي حکومت او صوبايي حکومت دې ژر تر ژره زموږ مرستې وکړي، ونې خو سوځېدلې وای، زموږ خو انسانان وسوځېدل، اور د نیژدې کليو پر لور په تېزۍ سره راروان دی، ټول کلي به وسوځوي".

د ږوب د کميشنر بشير بازي په خبره نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ له اسلام اباد څخه دوه هيليکاپټر د شيراني د زڼغوزيو په قيمتي ځنګلونو د لګېدلي اور د وژنې عمليات پېل کړي دي خو وایي اور زيات دی:

"بله چاره يې نه وه ځکه مو له مرکزي او ايالتي حکومت څخه هيليکاپټر غوښتی وو او نن دغه عمليات پېل شول، تر هغه به جاري وي چې تر څو اور نه وي سوړ شوی، خو زموږ اول هدف د اور له وجې ايسار شوي خلک ژغورل دي ".

د بازي په خبره د بلوچستان او خېبر پښتونخوا تر ميان د شېراني په کیسه يا سليمان غره کې له تېرو لسو ورځو راهيسې اور لګېدلی، خو بېګا شپه د خېبر پښتونخوا له لوري يو بل اور لګېدلی او د بلوچستان د سليمان تخت ته نیژدې سيمې ته را اوښتی او د دې اور شدت ډېر زيات دی:

"د اور وژنې لپاره ځانګړی هيليکاپټر د ږوب له سباکزي ډيم څخه اوبه وړي او هلته اور وژني، يو وار هلته اوبه رسول شوې خو د زيات اور او لوګي له وجې اوبه پر اور نه دي اچول شوې او له اور لرې پاشل شوې دي، يو هيليکاپټر په ورځ کې درې واره ځي او په يو وار کې درې نيم زره ليټره اوبه وړي خو دا کافي ځکه نه دي چې اور زيات دی".

بازيي وويل چې دا نه شي ويلی چې اور به کله مړ شي.

په بلوچستان کې د ځنګلونو او حیواناتو د خونديتوب لپاره د ږغ پورته کوونکي تحريک "اشر" مشر سالمین خپلواک وايي، د حکومت له لوري د هيليکاپټر په واسطه د اور وژنې عمل د ستايلو دی خو وایي که حکومت دا کار اول پېل کړی وای هلته به اوه اته تنه بند نه وای او نه به د هغوی ژوند له مرګ سره مخامخ وای:

"لس ورځې تېرې شوې دي، په غره کې ډېر زيات تاوان شوی دی، د زڼغوزي درختې په زيات شمېر کې سوځېدلې دي، يواځې درختې نه هلته ځناور هم زيات اغېزمن شوي دي، د شېراني او ږوب د خلکو ډوډۍ د همدې غره له زڼغوزيو ده او که دا اور اوس هم ژر ونه وژل شي، دا به نه يواځې د خلکو پر معيشت بلکې زموږ پر ټول چاپيريال ډېر منفي اثر وکړي، د ږوب شېراني سيمه دې ریډ زون وګرځول شي چې بيا د داسې پېښو مخنیوی پر وخت وشي".

له ځايي رسنيو سره کارکوونکی خبریال علي خان مندوخېل وي او اې ډيوه ته وويل ضلعي حکومت او د ځنګلاتو محکمې چارواکو د اور د وژنې عمل څو ورځې وړاندې پېل کړی:

"پر کومه کچه چې دا کار اول پېلول پکار وو هغه وخت ونه شو ځکه اور زيات شوی او اوس په يوه غره کې تر څلور په زياتو ځايونو کې د اور د لګېدلو رپورټونه تر لاسه کوو، او دا ورځ تر بلې زياتېږي".

د چارواکو په خبره اور د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ضلعې د مربوطې سیمې «مغول کوټ» له لوري د سليمان غره په لوړو څوکو کې د تندر يا اسماني بجلۍ د لوېدو له امله لګېدلی وو او بيا ورو ورو د بلوچستان سيمې ته پسې وغزېد.

د ځايي اوسېدونکو په وينا په تېرو څو کلونو کې په غره کې په څو ځله اور لګېدلی خو وايي داسې اور په لومړي ځل لګېدلی چې په لنډ وخت کې يې ډېر زيان رسولی او قيمتي ونې يې سوځولې او د خلکو ژوند پکې له مرګ سره مخ شوی.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې د بلوچستان مشر يحی موسی خېل وي او اې ډيوه ته وويل، چې "د شېراني ځنګل د نړۍ تر ټولو لوی د زڼغویزو قدرتي او خالص ځنګل دی" او وایي د دې ځنګل پر وخت ژغورل ضروري دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG