لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانصاف په دعوؤ دپاکستان عدلیې ته په سوشل میډيا دعلي وزیر پیغورونه ورکړل شوي


دپاکستان دسیاسي ګوند تحریک انصاف دیوې مشرې شیري مزاري له نیول کیدو وروسته دهغې لپاره په نیمه شپه داسلام اباد هایکورټ په پرانستل کیدو په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه روان دي.

زیاتره فعالین دپاکستان عدلیې ته پیغورونه کوي چې که په ریښتیا ازاده اؤ انصاف ورکوونکې اداره ده نو دیو نیم کال نه دبندي علي وزیر په هکله دې هم یو نوټس واخلي.

جنوبي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر دکال 2020م د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی .

اؤ په یوه مقدمه کې له ضمانت کیدو وروسته پولیس هغه په بله مقدمه کې ککړ ښایي اؤ دغسې دیو نیم کال نه د زیاتې مودې راهسې په زندان کې پروت دی.

خو برعکس تیره ورځ چې دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تیر حکومت کې دبشري حقونو مرکزي وزیره د زمکې دشخړې په یوه مقدمه کې ونیوله نو دعدلیې د رخصتۍ په ورځ داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي دخپل کوره امر وکړو چې شیري مزاري دې دشپې په یوولس نیمې بجې محکمې ته وړاندې کړل شي.

دخالي په شپه پولیسو شیري مزاري محکمې ته وړاندې کړه اؤ دهایکورټ مشر قاضي نه یوازې دهغې دسمدستي پرېښودو امر وکړو بلکې مرکزي حکومت ته یې لارښوونه وکړه چې دهغه دنیول کیدو دپېښې څیړلو لپاره دې یو قضایي کمیشن جوړ کړل شي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي کله چې مونږ دعلي وزیر لپاره احتجاج کوؤ نو یو قانوني جواز هم راسره په لاس کې وي خو بیا هم مونږ ته ویل کیږي چې حکومت دعلي وزیر په قضیو کې دنرمښت لپاره هیڅ قانوني جواز نه لري.

هغه په ټویټر لیکلي "خو بل لوري ته حکومت دتحریک لبیک پاکستان نه راواخله تر ننه په نورو ټولو قضیو کې خلک خوشې کوي"

دپاکستان وتلي خبریال حامد میر په ټویټر لیکلي علي وزیر خو دقامي اسمبلۍ له غړیتوب استعفا هم نه ده ورکړې ،سپریم کورټ په نومبر کال2021م اؤ سندهـ هایکورټ تیره اوونۍ دهغه ضمانت منظور کړی خو هغه بیاهم په زندان کې ساتل شوی دی ، حالانکې هغه کله دمیرجعفر ذکر قدرې نه دی کړی.

سیاسي څیړونکی یوسف نظر وایي ایا سپریم کورټ دعلي وزیر په قضیه کې دنوټس اخستو همت کولی شي؟ که نه یې شي نو بیا دایین اؤ عدلیې دازدۍ خبره بې معنې ده

هغه پخپل یو بل ټویټ کې وایي دریغه چې دعلي وزیر هم دومره قسمت وی چې دهغه لپاره هم دشپې عدالت پرانستل شوی ؤ.

اظهر محمد خان په ټویټر دعلي وزیر هغه عکس خپور کړی چې پولیسو ورته لاسو کې زولنۍ اچولي اؤ روان کړی یې دی، دغه عکس ته هغه دپاسه لیکلي دده لپاره دکوم عدالت سره وخت ولې نشته؟ ایا دا دپاکستان وکړی نه دی؟

خبریال عمر چیمه بیا داظهر محمد خان پوښتنې ته دطنز په توګه په جواب ورکړی چې دسمدستي انصاف موندلو لپاره اړینه ده چې علي وزیر په پي‌ ټي ایي کې شامل کړل شي.

خبریال عادل شاه زیب وایي عدلیې ته شاباسی ورکول پکار دي چې دسمدستي انصاف په ځو معاملو کې یې متحرک رول ولوبولو خو هغه زیاتوي عدلیه کې دقامي اسمبلۍ دیو منتخب غړي علي وزیر ته سمدستي انصاف نه شي ورکولی نو لږ تر لږه دې په اهلیت دهغه قضیه واوري اؤ ضمانت دې ورکړي

د روانې میاشتې په اتلسمه نیټه دعلي وزير پرضد د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي دوېم نمبر عدالت د یوه مقدمه کې دهغه ضمانت په خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه د 26 مئ ورکړې ده .

علي وزير ته په 11 مې د سيند هايکورټ په بله مقدمه کې ضمانت ورکړی وو، او له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ هم هغه ته په يوه بله مقدمه کې ضمانت ورکړی خو د نوموړي پرضد دا درېمه مقدمه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې روانه ده.

د علي وزير پرضد جوړې مقدمې

د 2018 مقدمه

علي وزیر ته چې پرون په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.

په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د 2020 مقدمه

علي وزیر د 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.

د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.

د 2019 مقدمه

او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG