لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د اقتصادي مسایلو په سر د خبرو دپاره جاپان ته تللی دی


واشنګټن - د امریکې صدر جو بایډن ایشیايي ملکونو ته د خپلې دورې په لړ کې جاپان ته رسېدلی او هلته به دوه ورځې اهم ملاقاتونه ولري.

د ګل/دوشنبې په ورځ به صدر بایډن د جاپان د وزیراعظم فومیو کیشیدا او د هغه هېواد د امپراتور ناروهېتو سره وګوري او د امریکا په مشرۍ د ملټي نشنل تجارت د منصوبې په اړه به هم خبرې وکړي.

د نهې/سې شنبې په ورځ به د امریکا صدر د هندوستان، اسټرېلیا او جاپان هېوادونو د وزیراعظمانو سره د کواډ ډلې په ناسته کې برخه واخلي.

تر دې وړاندې ښاغلی بایډن دوه ورځې په جنوبي کوریا کې و او هلته یې سفر، د خطې دپاره د امریکا اقتصادي ژمنې رابرسېره کړې. جنوبي کوریا ته د صدر بایډن د دورې پر مهال داسې انګېرل کېده چې ممکن شمالي کوریا یو ځل بیا خپله کومه نوې وسله آزمایش کړي، مګر د شمالي کوریا آمر کېم جونګ اون داسې څه ونه کړل.

توکیو ته د تګ په لاره، د قامي سلامتیا په چارو کې د بایډن سلاکار جېک سولېوان خبریالانو ته وویل: "هر کله چې خلک دا اټکلونه پیل کړي چې شمالي کوریا ممکن څه وکړي یا څه ونکړي، هغوی غواړي دا توقعات یو قسم یا بل قسم ګنګس/پرېشانه وساتي."

جېک سولېوان دا هم وویل چې کله صدر جو بایډن په جنوبي کوریا کې و، نو امریکا د هر ډول ممکنه حالاتو دپاره آمادګي نیولې وه او په جاپان کې به هم د بایډن د دورې په مهال، هر ډول آمادګي ساتلې اوسي.

بل اړخ ته په داسې حال کې چې په امریکا کې د صارفینو دپاره بیعې د تېرو څلورو لسیزو په نسبت تر ټولو جګ حد ته رسېدلي دي او په نړېوال تجارت کې د سپلائي لارو ته خنډونه پیدا شوي، بایډن او ملګري یې غواړي د امریکا اقتصاد ته د اوږدمهاله ثبات او ترقي فروغ ورکړي.

جېک سولېوان وویل چې د نهې/سې شنبې په ورځ به د هند د وزیراعظم نرېندرا مودي، د اسټرېلیا د نوي ټاکل شوي وزیراعظم انتڼي البانیزي او د جاپان د وزیراعظم کیشیدا سره امریکنی صدر جو بایډن د نړۍ په کچه د "خوراک د حفاظت" په اړه خبرې وکړي.

د هندوستان وزیراعظم نرېندرا مودي یوه هفته وړاندې فیصله وکړه چې د هند پیداوار غنمو په برامداتو به بندیز وي. بل اړخ ته اوکراین چې اوس مهال روس ورباندې پوځي حمله کړې او پکې جنګ روان دی، هم د نړۍ په کچه د غنمو یو لوی برامدکوونکی هېواد و مګر اوس یې برامدات ډېر کم شوي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG