د امریکې صدر جوبايډن د ګل/ دوشنبې په ورځ (نهمه مې) يو قانون لاسليک کړی کوم چې د روس لخوا په اوکراين د يرغل په مهال دغه هيواد (اوکراين) ته د پوځي مرستو په لړ کې امريکايي صدر ته نوی واک ورکوي.
ويل شوي دا هغه ډول قانون جوړ شوی کوم چې د دوېمې نړيوالې جګړې په مهال د نازي جرمني جګړې په مهال د يورپي هيوادونو د مرستې دپاره جوړ کړی شوی وو.
ويل شوي دا نوی ګام د امریکا صدر ته واک ورکوي چې د اوکراين او ختيځ يورپي هيوادونو سره موافقې ته ورسيږي، او د واشنګټن د ځينې بېوروکرېټک قوانينو پرته په چټکتيا سره وسله ورسوي.
امریکا کانګرس تيره مياشت د کيف د حکومت د ملاتړ دپاره دغه قانون منظور کړی وو.
بايډن دغه قانون په داسې حال کې منظور کړی چې د روس صدر ولادیمير پيوټن تور لګولی، چې هغه د لويديځو هيوادونو له امله په اوکراين يرغل کړی دی، هغه ويلي د روس پولو ته نزدې د خطرې په ځواب کې يې دغه کار کړی دی.
روس چې د لسو اوونيو راهسې په اوکراين يرغل کړی په دغه جګړه کې يې کوم نوی بدلون نه دی کړی خو د کيف په نيولو کې د پاتې راتلو وروسته يې د اوکراين په ختيځ کې يې بريدونه دوامداره ساتلي دي.
د روس صدر پيوټن په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني ته د ماتې ورکولو د بريا په ياد کې په رېډ سکواير کې راجوړ پوځي پرېډ ته وېنا کړې او ويلي يې دي، چې هغه د خپل امنيت ضمانت غوښتی، او دغه خبره يې د 24 فرورۍ نه وړاندې بيا بیا کړې او په ګاونډي اوکراين يې د يرغل پلان نه وو.
اوونۍ وړاندې د امریکا او نېټو هيوادونو مشرانو د روسي چارواکو سره ليدنې کړي خو د روس د غه غوښتنه يې رد کړې چې اوکراين به کله هم په نېټو کې نه شاملیږي.
پيوټن ويلي، نيټو هيوادونو دوی کله هم نه دي اوريدلي او په حقيقت کې دوی په مينځ کې مختلف پلانونه لرل او مونږ هغه ولیدل.
بل لور ته بيا د اوکراين صدر ولايمير زيلنسکي ويلي، پيوټن د اېډولف هټلر په څېر دی، او د هغه د اوکراين پرضد جګړه نن د هټلر جنګي جرمونه تکراروي.
د امريکا صدر جوبايډن چې د اوکراين سره د پوځي مرستو د چټکتيا دپاره قانون لاسليک کړی، د امریکې حکومت د کانګرس نه د اوکراين د مرستو دپاره 33 اربه ډالره غواړي چې پکې ويل شوي يواځې 20 اربه ډالره د پوځي مرستو دپاره ځانګړې کړی شوي دي.