د امريکې د استازو اېوان د شورو/ چهارشنبې په ورځ په وروستيو کې په ملک کې په ډزو د وژنو د پېښو رامنځته کېدو وروسته د وسلې د کنټرول/ قابو کولو قانون مسوده منظوره کړې ده.
د قانوني مسودې ترمخه سيمې اټومېټک ټوپک يا د وسلې اخستو دپاره به د عمر حد زیاتولی شي او د کارتوسو په مېګزين به بندېز وي، د 15 نه زيات کارتوس به نه شي خرڅول کېدې.
دغه قانوني مسوده د 204 په مقابله کې په 223 رايو/ ووټونو سره منظوره کړی شوې ده.
خو ويل کیږي د دې قانوني مسودې/بِل څخه قانون جوړېدل ګران دي يا امکان نه لري ځکه په سېنېټ کې په دغه موضوع تراوسه بحث نه دی شوی.
خو ورسره ويل کيږي دا کار د صدر بايډن ګوند ډېموکرېټک په نومبر کې رايو ته د لارې هوارولو دپاره وکړو ځکه چې زيات خلک د دغه پاليسۍ ملاتړ کوي.
په امریکا کې وخت په وخت په غټه کچه د وژنو پېښې مخې ته راغلي خو دا قانوني مسوده په داسې وخت کې وړاندې شوې چې په وروستيو کې د امريکا په ټېکساس رياست په سکول د بريد په يوه پېښه کې 19 ماشومان او دوه استازان يې وژل شوي وو.
د وي او اې د خبر ترمخه د سېنېټ نه د قانوني مسوده پاس منظورولو دپاره د ډېموکرېټک د رايو نه علاوه د ريپبلکن لس رایې نورې پکار وي.
د استازو د اېوان څخه د يوې بلې قانوني مسودې د منظورۍ تمه هم کيږي، کومه به چې خاندانونو، پوليسو او نورو کسانوته د مرکزي عدالت لخوا دغو کسانو ته د وسلې په خپله ولقه کې اخستو د حکم ورکولو اجازه ورکړي، د کومې په اړه چې خيال کيږي چې هغه پرې ځان يا نورو ته زيان رسولی شي.