واشنګټن ــــ په سوشل مېډيا، په خاصه توګه ټوېټر، د #14JuneBlackDay لا «څوارلسم جون توره ورځ» په نوم ټرېنډ چلېږي او وايي اته کاله وړاندې د ضرب عضب په نامه په ياده ورځ د ترهګرۍ ضد جنګ کې د وزيرستان د خلکو کورونه او بازارونه ړنګ شول، د حکومتي شمېرو تر مخه نزدې یو میلین خلک بې کوره شول خو تر اوسه نه کډوالي ختميږي، نه د رسېدلي زيان تاوان ورکړل شو او نه ځایي ولس د ترهګرۍ نه په امن شو.
د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات لا روان وو چې د پاکستان د پوځ پخواني وياند جنرل اصف غفور او د هغه وخت پوځي مشر جنرل راحيل شریف د ترهګرۍ د ملا ماتولو دعوا کړې وه او ویلي یې وو چې وزيرستان اوس د سرکار په واک کې دی.
ضرب عضب اپرېشن په څوارلسم جون کال 2014 کې پيل شوی وو چې لا تر اوسه يې د نتيجو نه ځايي خلک مطمين نه ښکاري. د شمالي وزيرستان د يو ميلين نه زيات خلک بې کوره شوي وو او د پاکستاني جنګي جهازونو او ځمکني پوځي عملياتو په نتيجه کې په زرګونو کورونه، درې غټ بازارونه او نور کاروبارونه تباه شوي وو.
د شمالي وزيرستان د قومي اسمبلۍ غړی او د خپل ګوند نېشنل ډېموکريټېک موومنټ مشر او د اوسني اېتلافي حکومت ملاتړی محسن داوړ وي او ای ډيوه ته په دې اړه وايي:
“د ميران شاه، ميرالي او دته خېل پوره بازارونه چې په زرګونو دوکانونه پکې وو ټول د خاورو سره خاورې شول او مالکان يې نن هم د تاوان غوښتلو د پاره در په در دي او احتجاجونه کوي”.
محسن داوړ زیاتوي:
“په اربونو روپو تاوان مو وشو، کډوالي لا راپسر ده، معاوضه نشته، حکومت وايي خزانه خالي ده، د افغانستان سره د خلکو روايتي تجارت ختم دی ځکه چې پوځ په پوله اغزن تار لګولی او د ټولو لويه مسله د امن ده چې هغه نشته. د ضرب عضب نه وروستو 500 ته نزدې هدفي وژنې شوي او هغه وسله والې ډلې بيرته راغلي او د خلکو نه قلنګ اخلي”
د افتونو د مخنیوي صوبايي ادارې لا پروېنشل ډيزاسټر منيجمنټ اتارټي د مشر احسان داوړ د شمېرو تر مخه د ياد اپريشن په نتيجه کې 15229 کورنۍ لا اوس هم کډوالې دي او دا شمېر د افغانستان نه بيرته راغلي 8000 کورنو د راتلو سره د 23000 کورنو نه اوړېدلی دی.
احسان داوړ وايي د افغانستان د خوست ولايت په ګلان کيمپ کې د وزيرستان د پاتې کډوالو شمېر 10,000 کورنو ته رسي.
په ګلان کډوال کيمپ د پاکستاني جنګي الوتکو دې کال د اپريل په شپاړسمه بمبار کړی و چې نزدې 47 تنه سره د ښځو ماشومانو پکې مړه وو او يو شمېر زخميان شوي وو.
د طالبانو د واکمنۍ وړاندې د هغه وخت افغان حکومت دعوه کړې وه چې نزدې 20,000 کورنۍ د وزيرستان نه افغانستان ته کوچېدلي دي. د افغانستان نه بيرته راغلې کورنۍ په پاکستان کې په کيمپ کې ساتل کېږي.
د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بيټنی وايي پاکستاني چارواکو ورته منلي په ګلان کيمپ کې د هوايي بریدونو له امله وژل شوو خلکو ته د پاکستان حکومت يو نيم ميلين او زخميانو ته يو يو ميلين روپۍ معاوضه ورکړې.
د امن و امان د روان صورتحال په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ لا پي ټي ايم د شمالي وزيرستان وياند عيدالرحمان وايي د تحريک د معلوماتو مطابق د ضرب عضب اپريشن نه وروستو تر اوسه پورې 458 هدفي وژنې شوي.
ضرب عضب او تحريک طالبان پاکستان:
د پوځي اپريشن اته کاله وروستو د پاکستان نه يوه جرګه په سرکاري توګه افغانستان ته لېږل شوې وه چې په کابل کې د ټي ټي پي د مشرانو سره د روغې جوړې خبرې وکړي.
د سياسي څېړونکو په نظر د ټي ټي پي لخوا پاکستان ته د ورکړل شوو غوښتنو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې د پخوانۍ فاټا او ملاکنډ ډويژن زوړ نظام بيا په ځای کول غواړي او د دې سيمو د پښتونخوا صوبې سره انضمام ختمول غواړي.
د پاکستان پارلمان د ايين د پينځويشتم ترميم لاندې د پخوانۍ فاټا او ملاکنډ انضمام په اکثريت سره منظور کړی او د اوسني حکومت وزير خارجه بلاول بهټو زرداري هم د طالبانو سره د لوظنامې په اړه ويلي دا ټوله پرېکړه دې په پارلمان کې وشي.
محسن داوړ وايي هغه ټولې ډلې چې د ضرب عضب په وخت افغانستان ته اوړېدلې وې بيرته راغلي چې ځايي خلک يې خفه کړي او وايي ولې دوی ته دومره ځاني او مالي زيان واوړېدلو چې د هغه ډلو سره بيرته پټې لوظنامې کيږي.
د سوات قامي جرګې هم تېره مياشت د حکومت نه په سيمه کې د امن و امان د ټيګښت غوښتنه کړې او د طالبانو سره د پټو خبرو نه د ډډې کولو خبرداری ورکړی.
د ټي ټي پي په غوښتنو کې د پخوانۍ فاټا بحال کولو سره سره د ملاکنډ ډويژن پخوانی حيثيت بحال کول هم شامل دي خو ولې په دې اړه نه د پاکستان پوځ او نه هم حکومت کوم دريځ څرګند کړی.
د پاکستان د پوځ اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په ۲۰۱۷م کې په پخوانۍ فاټا کې روانو پوځي عملیاتو يا ضرب عضب نامه بدله کړه او عملیات تر اوسه د “رد الفساد” په نامه روان دي.
نوموړي د ۲۰۱۷م په جولايي کې د خېبر ۴ په نامه هم پوځي عملیات پېل کړي وو.
افغانستان ته څېرمه په خېبر پښتونخوا صوبه کې ګډ کړل شوو اووو پخوانیو قبایلي سیمو کې د ترهګرو پر ضد د ۹/۱۱ د پېښو وروسته په بېلابېل نامو پوځي عملیات شوي دي. خو د عملیاتو په پایلو او څرنګوالي باندې د بشري حقونو فعالینو نیوکې او پوښتنې کړي دي.