واشنګټن ـــــ د امریکې سپریم کورټ د۵۰ کالو راهسې د ملک دننه ښځو ته ترلاسه د حمل لرې کولو آییني حق ختم کړی. د سپریم کورټ په دغه فېصله باندې د ټول ملک دننه د غصې او خوشحالو بېلا بېل ردعمل مخې ته راغلی.
د سپریم کورټ د دری په مقابله کې شپږ محافظه کار قاضیانو په اکثریتي فېصله کې وېلي چې د سپریم کورټ د رو بمقابله وېډ (Roe v. Wade) په نوم مشهوره د ۱۹۷۳ فېصله د غلطو ډکه وه چې پکې ښځو ته د حمل لرې کولو آییني حق منلی شوی وو. د امریکا سپریم کورټ ویلي د ۱۹۷۳ فیصلې وروسته د لسیزو راهسې سترې محکمې دغه غلطي په ځاې ساتلې وه.
سپریم کورټ د جمعې په ورځ اعلان کړې فېصله کې د مسسسپي ریاست هغه قانون په ځاې ساتلی چې د حمل ۱۵ هفتو تېرېدو وروستو د هغې لرې کولو باندې بندیز لګوي.
د سپریم کورټ د ۱۹۷۳ فېصلې لاندې ښځو ته تر ۱۹ هفتو پورې د حمل لرې کولو آییني حق ترلاسه وو.
د امریکې ډېموکرېټک ګوند مشرانو او د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکو ډلو د سپریم کورټ په دغه فېصله سخت ردعمل څرګند کړی او وېلي سپریم کورټ د ملک دغه مهمه مسله د ګانګرېس لاسو ته وړې چې د حمل لرې کولو په اړه د ښځو آییني حق محفوظ کولو لپاره قانون سازي وکړي.
بل خوا د ریپبلېکن ګوند مشرانو د سپریم کورټ د فېصلې ستاېنه کړې او دا یې د حمل لرې کولو خلاف تحریک ګټه بللې.