په اوکراين د يرغل په غبرګون کې امریکې او د نړۍ غټو اقتصادي قوتونو [جي سېون] په روس نور بندېزونه لګولي دي، ويل کيږي روس د قرضونو بیرته ورکولو په لړ کې د ديواليه کېدو سره مخ کيږي.
د څيړونکو په وېنا په روس نوي بندېزونه دغه هيواد د نړيوال مالياتي نظام څخه نور لرې کوي. د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د روس په ديواليه کېدو وخت لګېدی شي.
تيره مياشت د امریکې د خزانې محکمې د روس هغه لاره نيولې چې د امریکايي بېنکونو د لارې به روس نړیوالو پانګه والو ته د اربونو ډالرو قرضونه بيرته ورکول.
د دغه ګام په غبرګون کې روس ويلي وو چې د ډالر په ځای به قرضونه په روبل کې ورکوي.
د خبري ادارې اې پي ترمخه روس ویلي د قرضونو ورکولو دپاره ورسره پېسې شته خو د مغربي هيوادونو د بنديز له امله يې په بهرنيو هيوادونو کې شتمنۍ تړل شوي او هغې ورته خنډان جوړ کړي دي.
امریکې او د نړۍ اووه غټو اقتصادي قوتونو [جي سېون] د ګل په ورځ په روس نوي بندېزونه لګولي دي.
په دغو بندېزونو کې روس د صنعتي او ټېکنالوجۍ په برخو کې د موادو او اسانتياو څخه لرې کولو ګامونه شامل دي.
د امريکې د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوين ويلي، د جي سېون مشران په نړیواله منډۍ کې د روس لخوا د تيلو د خرڅولو محدود کولو هڅې کوي.
د راپورونو ترمخه په روس دا وخت نزدې 40 اربه ډالره قرضې دي چې پکې نيمې بهر ملکيانو ته ورکول دي.
د اوکراين د جګړې نه وړاندې د روس سره نزدې 640 اربه ډالره بهر ملکۍ کرنسي او د سرو زرو ذخيرې وې چې پکې زیاتې په بهرنيو ملکونو کې وې او د بندېزونو له امله تړل شوي دي.
روس د ګل په ورځ دغه خبره رد کړې ده چې په يوه پېړۍ کې په لومړي ځل کې د نړيوالو قرضونو په لړ کې دېواليه شوی دی.
په اوکراين د جګړې پېل کولو وروسته مغربي هېوادونو په روس بندېزونه لګولي چې امله يې بهرنۍ کمپنۍ د روس څخه وتلي او ماسکو د نورې نړۍ سره په تجارت او مالي لېن دېن کې د سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی.