لاس رسیدونکی لینک

 
پيوټن اوکراينيانو ته د روس د شهريت ورکولو فرمان لاسليک کړی
تازه خبر

پيوټن اوکراينيانو ته د روس د شهريت ورکولو فرمان لاسليک کړی


د روس صدر ولاديمير پيوټن د ګل/ دوشنبې په ورځ [11 جولايي] یو فرمان لاسليک کړی د کوم له مخې چې ټول اوکراينیان کولی شي چې په تېزۍ سره د روس شهريت/ تابعیت ترلاسه کړي.

له دې وړاندې روس د اوکراين د ختيځ د دونیتسک او لوهانسک سيمې او په جنوب کې زاپورزيه او خيرسون سيمو کومې چې زیاتره د روس د ولقې لاندې دي، د دغو سيمو خلکو ته روس شهريت ورکولو.

د راپورونو ترمخه دا نه ده په ډاګه چې څومره اوکراينيان به د روس شهريت ترلاسه کولی شي.

خو د کال 2019 نه چې کله د دونيتسک او لوهانسک سيمو اوسېدونکو ته شهريت ورکول پېل شوي وو د ياغيانو لخوا نيول شوې سيمې اوسېدونکو 18 فيصده ابادۍ د کال 2022 پورې د روس پاسپورټ ترلاسه کړی وو.

د مې په میاشت کې بيا دغه پروګرام د زاپورزيه او خيرسون سيمو ته غځول شوی وو.

د اوکراين چارواکو په سمدستي ډول د روس د صدر لاسليک شوي فرمان په اړه څه نه دي ويلي.

د روس صدر ولاديمير پيوټن دا فرمان په داسې وخت کې لاسليک کړی چې روس په اوکراين بريدونه چټک کړي دي او په وروستيو بريدونو کې ويل شوي چې د ملکي وګړو ابادي په نخښه کړی شوې ده.

[په دې خبر کې ځينې مالومات د رويټرز او اې پي خبري ادارې نه اخستل شوي دي].

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د انفلوانزا خطرې - وېکسین څومره اهم دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG