لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف په ملک کې د تېلو ارزانولو اعلان کړی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف تيره شپه په [14 جولايۍ] په ملک کې د تيلو د بيعو کمولو اعلان کړی دی. په ملک کې يو ليټر پټرول 18روپۍ 50پېسې او ډيزل 40روپۍ او 54پېسې ارزان کړی شوي دي.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل د تيلو ارزانولو سره نوي بيعې په ټويټر خپرې کړي دي، هغه ويلي،

وزیراعظم د تیلو بيعو کمولو اعلان وکړو، پټرول 18روپۍ 50پېسې، ډيزل 40روپۍ 54پېسې ارزان کړی شو، د پټرول نوې بيعه 230روپۍ 24 پېسې او ډيزل يو ليټر په 236روپۍ شو.

د نوموړي په خبره نوي قيمتونه به د 15 جولايۍ نه عملي وي.

د خزانې د وزیر په وېنا د خاور تېل د 33روپو 81پېسو ارزانولو سره يو ليټر په 196روپو 45پېسو، او لايټ ډيزل 37روپۍ 71پېسې ارزان کړی شوي او يو ليټر 191روپۍ 44پېسو ته راکم کړی شوی دی.

پاکستان کې د تيلو بيعې په داسې وخت کې کمې کړی شوي چې په ملک کې د مې په مياشت کې د اتحادي ګوندونو حکومت جوړ شوی او د 27 مې راهسې د تيلو قيمتونه د يو ليټر په سر نزدې 100 روپۍ ګران کړی شوي وو.

په لومړي ځل پټرول په 27 مې 30 روپۍ بيا په دوېم جون 30 روپۍ، بيا په 16 جون 24 روپۍ درې پېسې او د جولايۍ په لومړۍ نېټه 14 روپۍ 82 پېسې نور ګران کړی شوي وو، دغه رنګ ډيزل او نور تيل هم ګران کړی شوي وو.

قوم ته په وېنا کې شهباز شريف وويل، څو مياشتې وړاندې چې دوی ته حکومت په لاس ورغلو نو دوی ته په ميراث کې تباه معيشيت مېلاو شو، په ملک کې ګراني زياته وه او په نړۍ کې د تيلو قيمتونو د اسمان سره خبرې کولې.

هغه وويل تېر حکومت چې د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره په سختو شرطونو معاهده کړې وه، تېر حکومت په تلو تلو کې د هغې معاهدې سرغړونه وکړه، د تيلو قیمتونه یې ناڅاپه کم کړه د کوم څه دپاره چې په خزانه کې پېسې نه وې، او دغه کار يې ځکه وکړو چې راتلونکی د دوی حکومت ګېر کړي.

نوموړي په تېر د عمران خان په حکومت نورې نيوکې هم وکړې چې په نړۍ کې د ګېس قيمتونه کم وو، دغه حکومت ګېس وانخستو او نه يې د اوږدې مودې دپاره کومې معاهدې کړي دي.

شهباز شريف وويل د قوم سره يې ژمنه کړې وه چې دروغ به نه وايي، هغه په ملک کې تيل ځکه ګران کړي وو چې په نړۍ کې تيل ګران شوي وو، د دوی سره بله لاره نه وه ځکه يې تيل ګران کړي وو.

هغه زياته کړه دوی سختې فېصلې کړي خو نن چې په نړيواله منډۍ کې تېل په تېزۍ سره ارزانيږي، دوی هم تېل ارزانوي.

وزیراعظم وويل، د نړيوالې مالیاتي ادارې سره هم معاهده شوې ده او هغه زياته کړه دوی غواړي چې د ايي اېم اېف سره د پاکستان دا وروستۍ معاهده وګرځي.

د اوسني حکومت نه وړاندې چې د عمران خان حکومت وو او هغه کله وزیراعظم جوړ شوی وو دغه ډول دعوې به هغه هم کولې چې حکومت ورته په داسې حال کې په لاس ورغلی چې د ملک اقتصاد د سختو مشکلاتو سره مخ دی او هغه به په وړاندينو حکومتونو د ملک د کمزوري اقتصاد تورونه لګول.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG