لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا صوبایي وزیر محمداقبال وایي شمالي وزیرستان کې امن پځائ شوی،خلک دې حکومت نه بدناموي


په شمالي وزیرستان کې د ناامني پسر تیره ورځ د صوبې پارلیمان کې هم خبرې شوې او د صوبايي پارلیمان غړي او د مرستو او بيا اباد کارۍ صوبايي وزیر محمد اقبال ویلي په شمالي وزیرستان کې امن راغلی او خلک دې د احتحاجونو او د پارلیماني غونډو ته د ویناګانو د لارې حکومت نه بدناموي.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد د تیرو 17 ورځو راهیسې احتجاجي پرلت روان دی او د انتظامیه مشر شاهد علي میډیا ته ویلي په روان کال کې تر دې مهال 63 کسان په هدفي پیښو کې وژل شوي دي.

د صوبايي پارلیمان غړي او د پاکستان تحریک انصاف سره تړاؤ لرونکي صوبایي وزیر محمد اقبال وزير دا خبرې وروسته له هغې کړې چې د صوبایي پارلیمان د شمالي وزیرستان نه منتخب بل غړی میر کلم وزیر دپارلیمان غونډې ته وویل په علاقه کې د ضرب عضب په نوم عملیات وشول ،خلکو ته پکې ځاني او مالي نقصان واوښتو خو امن په ځایي نه شو او هر ورځ یې د علاقې سياسي مشران، ځوانان، ديني عالمان او مدني فعالان وژل کیږي.

هغه وویل د صوبایي پارلیمان په هره غونډه کې د علاقې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي خو حکومت یې د نا امنۍ دا غوښتنه سنجېده نه اخلي.

هغه ویلي په علاقه کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته 480 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د صوبايي پارلیمان بل غړی او د پاکستان تحریک انصاف محمد سره تړاؤ لروني صوبایي وزیر ښاغلي اقبال وزير چې د نوموړي خبرو ته په غبرګون کې ویلي په شمالي وزیرستان کې ناامني نشته او خلک دې احتجاجونو او د پارلیماني غونډو پرمهال حکومت نه بدناموي او د پاکستان تحریک انصاف حکومت سره دغلته امن پر ځایې شوی خو په خپلو خبرو کې هغه وایي د ناامنۍ د لاسه هغه خپل بلټ پروف ګاډي کې شمالي وزیرستان ته سفر کوي.

هغه ویلي شمالي وزیرستان کې ترقیاتي چارې راونې دي او دا دې خلکو ته ښودل کیږي. او په نا امنۍ دې پارلیماني غونډو کې خبرې نه کوي .

هغه د قامې پارلیمان دغړي محسن داوړ او د صوبایي پارلیمان دغړي میر کلم د نومونو په اخستو سره ویلي دي د480 کسانو په وژنو دا کسان ذمه وار دي چې د امن په نوم یې ووټ اخستی خو د امن پر ځای کولو کې ناکام دي.

بل لوري ته د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان دخبري غونډې پر مهال ويلي، په وزيرستان کې له تېرو درېوؤ مياشتو راهيسې هدفي وژنې او دناکرارۍ پیښې زياتې شوې دي.

هغه ویلي په کال 2022 کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې دې پیښو زیاتره میر علي سیمه متاثره کړې ده.

د ضلعې انتظامیې مشر ویلي، په تیرو درېوؤ میاشتو کې دپاکستاني پوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې 105 ترهګر وژل شوي او 204 ترهګر او د هغوی همکاران نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې دعملیاتو پرمهال 42 پولیسو او پوځي عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویل په نیول شوو ترهګرو کې پینځه هغه هدف وژونکي شامل دي چې د قاري سميع الدين، مولانا نعمان او د یوتهـ اف وزيرستان دځوانانو په وژنه کې ککړ وو خو د انتظامیه دمشر دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې او نه یې رسنیو ته د دغو دعوؤ څه ثبوت وړاندې کړی دی.

هغه زیاته کړې دغه کسان وزیرستان ته د امن د ګډوډولو او د ویرې خورولو په هدف راغلي، خو موږ به یې هېڅکله پرې نه ږدو چې خپل هدف ته ځان ورسوي.

د انتظامیه مشر ویلي د اتمانزو مشرانو سره زموږ خبرې روانې دي، اتمانزو په ډیرو سختو وختونو کې د حکومت ملاتړ کړی، هیله ده دا ستونزه زر حل شي.

خبري غونډې ته د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر ډي پي او فرحان خان ويلي چې پوليس او ادارې د امن لپاره سخت گامونه اخلي نو خلک دې هم د امن په راوستو کې د حکومت ملاتړ وکړي.

بل لوري ته د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پرضد احتجاجي پرلت نن په 17مه ورځ هم روان دی،

احتجاج کوونکي وايي د انتظامیه او په علاقه کې د پوځ مشرانو سره مذاکرات شوي خو ناکامه شوي دي.

احتحاج کوونکي په علاقه کې د تل پاتې امن غوښتنه کوي او وایي که حکومت وغواړي په یوه ورځ کې دغلته امن پر ځایې کولی شي.

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد کال 2014م کې ضرب عضب نومې عملیات کړي چې پکې ددغه سیمې د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوي وې.

بل لور ته په مومندو قبایلي ضلعه کې دوه کسان وژل شوي دي.


پولیس واي دا پیښه د شپې پرمهال د صافو تحصیل په سید خان کور سیمه کې شوې چې پکې دوه کسان وروڼه وژل شوي دي.

ددغه پیښې پرضد هم سیمه کې احتجاجي ولسي پرلت پیل شوی دی

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG