لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېن ډي اېم اې: پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله په شوو پېښو کې 549 کسان مړه شوي


پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي، سږ کال په ملک کې د روانو بارانونو او سېلابونو له امله په شویو پېښو کې د مړو شمېره 549 ته رسېدلې، او 628 کسان پکې ژوبل شوي دي. په ملک کې د بارانونو له امله تر ټولو زيات ځاني او مالي تاوان په بلوچستان صوبه کې شوی دی.

اېن ډي اېم اې نن د جمعې په ورځ [5 اګست] ويلي، په تيرو 24 ساعتونو کې د سېلابونو او بارانونو په پېښو کې 11 کسان مړه شوي دي. او د سېلابونو او بارانونو له امله 42219 کورونو ته تاوان اوښتی دی.

د ادارې ترمخه په ملک کې په 30 کاله موده کې سږ کال 133 فيصده زيات بارانونه شوي دي، تر ټولو زیات په بلوچستان کې 305 فيصده، سيند کې 218، پنجاب کې 101 او خېبرپښتونخوا کې 26 فيصده بارانونه ورېدلي دي.

چارواکي وايي بارانونو او سېلاب ځپلو سره مرستې شوي او روانې دي خو په بلوچستان صوبه کې خلک اوس هم شکايت کوي چې تراوسه ورته حکومتي مرستې نه دي رسېدلي.

د بلوچستان نه د ډيوه خبريال حفيظ الله شيراني خبر راکوي د صوبې چارواکو ورته ویلي، په صوبه کې بارانونو او سېلانونو له امله د مړو شمېر 170 ته رسېدلې ده.

څو ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان سفر کړی او په صوبه کې د سېلاب ځپلو سره یې ليدلي وو.

شهباز شريف د خپل سفر پر محال امر کړی وو چې له اغيزمن شوو کورنيو سره دي د مرستو لړۍ ګړندۍ کړل شي، هغه اعلان کړی وو چې وفاقي يا مرکزي حکومت به جلا او صوبايې حکومت به جلا، لس، لس لکه روپۍ د مړو شوو و کورنيو ته او ټپي شوو ته به پينځه لکه روپۍ د مرستې په توګه ورکوي.

خو د پشين ضلعې د ملکيار کلي اوسېدونکی سياسي او مدني فعال مولوي جمالدين ملکيار ډيوه ته ټيلي فون له لارې وويل حکومت تر اوسه پورې کومه مرسته نده ورسره کړې او خلک لا هم له سخت مشکل سره مخ دي.

" زمونږ دوه يونين کونسله دي، پدې کې په سلګونه کورنه نړېدلي دي، اوه، اتهه تنه پکې مړه شو، دلته اوس د خرابو اوبو له امله هيضه ناروغي هم لګېدلې ده خو مونږ ته د حکومت له لوري يو ډول امداد هم ندی راکول شوی، خيمې يې لا ندي راکړې".

خو صوبايې حکومت وايي د مرستې لړۍ يې ګړندۍ کړي او تر دا مهاله يې په بېلا بېلو ضلعو کې تر 20000 زيات کسان خوندي ځايونو ته انتقال کړي دي. او په لسبيله او قلعه سيف الله کې يې دوه لوی د خيمو کېمپونه لګولي، او تر 1100 څخه زيات معمولي زخميانو ته يې طبي سهولت ورکړی دی.

د اې ډي اېم اې د پروني رپورټ ترمخه د 14 جون راهسې د بارانونو او سېلابونو له امله په خېبرپښتونخوا صوبه کې 103، پنجاب کې 117 او سيند کې 121 کسان مړه شوي دي.

ادارې نن هم د سيند صوبې په ځینو ضلعو، جنوبي بلوچستان او خېبرپښتونخوا په برنو سيمو کې ځای په ځای د باران امکان څرګند کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ سېلاب نه د زیانمنو کورنیو د ډاډګیرنې او مرستو د فعالیتونو د جاج اخستو لپاره د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو ټانک او ډیره اسماعیل خان ته سفر کړی او هلته يې په بارانونو کې د مړو شوو او ژوبل شوو کسانو او سیلاب ځپلو کورنیو سره د مالي مرستو اعلان کړی دی.

خو د سیمې خلک ويلي وو د مرستو سره دې د سیلاب نه په مستقل ډول د خلکو د ژغورنې لپاره انتظام وکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG