لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان سیاست_امریکا کې د ګوندي ګټو هڅې او پاکستان کې امریکا ضد بیانیه؟


نیویارک-په پاکستان کې د امریکا پر ضد د نفرت په خورولو تورن د پخواني وزیر اعظم عمران خان ګوند تحریک انصاف (پي ټي ايي) په واشنګټڼ ډي سي کې د امریکا سره د اړیکو ښه کولو لپاره یوې امریکايي کمپنئ سره لوظنامه کړې ده. تر اوسه ښکاره شوي اسناد ښيي چې تحریک انصاف به هره میاشت دغه کمپنۍ ته د میاشتې 25 زره ډالره ورکوي.

په پاکستان کې د تحریک انصاف په دغه تګلاره د سیاسي مخالفینو نیوکو ته په ځواب کې د ګوند وياند او پخواني مرکزي وزير فوادچوهدري ويلي چې د کمپنۍ سره لوظنامه د ګوند امريکا څانګې په دې غرض کړې چې د ميډيا او ګوند ترمنځ اړيکې جوړې کړي او دا د چا لپاره پروپېګنډا کول نه دي.

په روانه میاشت (اګست) کې د شوې لوطنامې تفصیل لومړی په ټولنیزو رسنیو (سوشل مېډیا) کې خپور شوی وو.

په امریکا کې د تحریک انصاف د نامې ښه کولو لپاره یاده لوظنامه د فېنټن ارلوک نومې شرکت سره شوې ده او سلمان راوله په نوم یو تن د تحریک انصاب په استازیتوب تړون لاس لیک کړی دی. د خبر د پخلي لپاره وي او ای ډيوه د پي ټي ايي امريکا انک وکيل سلمان راوله سره رابطه وکړه خو هغه هېڅ ځواب ورنه کړو.

په پاکستان کې په ځینو ټي وي خپرونو او سوشل مېډیا باندې بحثونه کېږي چې د امریکا سره د تحریک انصاف د اړیکو سمولو لپاره په زرګونو ډالره لګول کېږي او بل لور ته د ګوند مشر عمران خان په اولس کې د امریکا پر ضد د نفرت بیانیه خوروي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال ويلي ‘په قام کې د امريکا په ضد د سازش بيانيه پېدا کړی شوه او په خپله د امريکا نه معافۍ غواړي، اول يې يو اېلچي ولېږو، بيا يې سفير ته په خپله منت وکړل او اوس دغه کمپنۍ د معافۍ لپاره کاروي، د کپتان څومره مخونه دي، کمپيوټر هم اندېښمن دی‘

عمران خان نزدې هر بیان کې وايي چې په اپرېل کې د هغه د حکومت د نسکورېدو شا ته امریکا وه. دا تورونه امريکا او د اوس حکومت او د هغه وخت مخالفه ګوندونه ردوي.

د شوې لوظنامې تر مخه به امریکايي شرکت فېنټن ارلوک د پاکستان تحريک انصاف په حق کې نه صرف دا چې په ټولنه کې ښه رای جوړوي بلکې د دې ترڅنګ د سوشل ميډيا د ښه کارولو او په بېلا بېلو ورځپاڼو کې ليکل کوي، د دې ترڅنګ به د ځايي خبريالانو له لارې رای جوړوي.

دا هم رپوټونه دي چې د لوظنامې د لاسليک کولو نه وړاندې دې کمپنۍ ته 5000 امريکايي ډالر ورکړې شوې وې او د هغې نه وروستو به نور 50زره ډالر هم ورکړی شوي وو.

د يادې کمپنۍ سره د پي ټي ايي په حکومت کې په امريکا کې د پاکستاني سفارت له لارې هم يوه لوظنامه په مارچ 2022م کې شوې وه چې پکې د مياشتې په سر 30زره ډالره ورکول کېدل او مقصد يې هم د پاکستاني حکومت لپاره په امريکا کې د خبريالانو، سوشل ميډيا او په اخبارونو کې د ليکونو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښه کولو لپاره کار کول وو.

پاکستاني مطبوعات او ځيني اعتباري خبریالان په سوشل مېډیا دا دعوی هم کوي چې په پاکستان کې د امريکا سفير ډونلډبلوم د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان سره د ليدلو په مهال د عمران خان سره يوه وېډیوي کتنه کړې، خو تحريک انصاف دا خبرونه ردوي.

دوزيراعلا او امريکايي سفير ترمنځ د دې ليدلو په اړه په پېښور کې د امریکې قونسلګرۍ ويلي په دغه ملاقات کې امريکايي سفير د وزيراعلا محمود خان سره د اقتصادي پرمختيا، تجارت، تعلیمي شرکت دارۍ او نورو برخو کې د سیمې او خلقو سره د امریکايي مرستو په اړه خبرې شوې دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG